1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کې یوه تاریخي ودانۍ د سیاسي مبارزې په ډګر بدله شوې

۱۳۹۹ تیر ۱۲, پنجشنبه

ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي په استانبول کې یوه تاریخي ودانۍ په جومات بدله کړي او په دې توګه د ترکي رایه اچوونکو لا ډیر ملاتړ ترلاسه کړي. د اردوغان دغه اقدام له یو شمیر مقاومتونو سره هم مخامخ شوی دی.

https://p.dw.com/p/3eh4h
Türkei Hagia Sophia in Istanbul
انځور: picture-alliance/dpa/M. Becker

هاګیا صوفیا یا ايا صوفيا په ترکیه کې د سیلانیانو تر ټولو ډیر د خوښې ځای دی چې په کلني ډول میلیونونه سیلانیان د دغې تاريخي ودانۍ لیدو ته ورځي. له سترو خښتو جوړه او د دنګو منارونو لرونکې دغه ودانۍ د یونیسکو د فرهنګي میراثونو په لیست کې هم شامله ده چې دغه څه هم د دې تاریخي ودانۍ ارزښت لا ډیر کړی دی.

خو د دې ټولو سربیره، د ایا صوفيا په نامه دغه ودانۍ له تاریخي ودانۍ ها خوا د سیاسي مبارزې په ډګر هم بدله شوې ده. په ترکیه کې تل دغه ودانۍ د سیاست د یوه سمبول په توګه پاتې شوې ده. دغه تاریخي‌ ودانۍ چې یو وخت د شرق د مسیحیت کلیسا وه، د بیزانس امپراتور په دوران کې په ۵۳۲ میلادي کې جوړه شوې ده. کله چې عثماني خلافت قسطنطنیه په ۱۴۵۳ کال کې فتحه کړه، سلطان محمد دوهم دغه تاریخي کلیسا په سملاسي توګه په جومات بدله کړه.

د ترکیې د جمهوریت موسس، مصطفی کمال اتاتارک، بیا له دغې پخوانۍ کلیسا څخه د یوه سمبولیک ارزښت په توګه کار واخیست. اتاترک په ۱۹۳۵م کال کې د ايا صوفيا په نامه دغه تاریخي ودانۍ په یوه موزیم بدله کړه او په دې توګه یې نړۍ ته دا پیغام ولیږو چې ترکیه یوه سیکولاره ټولنه ده.

Türkei Hagia Sophia in Istanbul
انځور: picture-alliance/akg/Bildarchiv Steffens

اوس د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي چې له دغې ودانۍ څخه یوه ستره سمبولیکه ګټه پورته کړي. دغه ودانۍ د استانبول ښار په مرکزي فاتح ولسوالۍ کې موقعیت لري. د اردوغان د ګڼ شمیر پلویانو له پاره، چې زیاتره یې ملتپاله او اسلامپاله دي، ایا صوفیا د عثماني خلافت په لاس د عیسویانو د قسطنطنیې د فتح کولو د سمبول ارزښت لري. دغه ودانۍ د اردوغان پلویانو ته همدا راز د اسلام د برلاسي کیدو د یوه سمبول ارزښت هم لري.

په جومات د بدلیدو خوب

اردوغان چې په ترکیه کې د عدالت او پرمختګ په نامه د ګوند مشري هم په غاړه لري، غواړي د اتاترک پریکړې ته بدلون ورکړي او د ایا صوفيا په نامه دغه ودانۍ بیرته د مسلمانانو په یوه عبادت ځای بدله کړې. په جومات باندې د ایا صوفيا د ودانې د بدلولو په هکله په ترکیه کې له اوږدې مودې راهیسې بحثونه روان دي خو دا ځل دغه پلانونه عملي کیدو ته نیږدې بریښي. د تیرې پنجشنبې په ورځ، د ترکیې لوړې اداري محکمې یا د دولت شورا، د اتاترک د ۱۹۳۵ د فرمان په هکله چې پرمټ یې ايا صوفيا په موزیم بدله کړه، استماعیه غونډه وکړه. ټاکل شوې چې دغه شورا به په ۱۵ ورځو کې په دې هکله خپله نهايي پریکړه اعلان کړي.

Türkei Erdogan in Hagia Sophia
انځور: picture alliance/AP Photo/K. Ozer

د ترکیې د عدالت او پرمختګ ګوند مرستیال، نعمان کورتلوموس وویل: «ایا صوفيا زموږ جغرافیوي جایداد دی. هغو چې دغه ودانۍ یې د تورې پرمټ فتح کړه، د دې ودانۍ د مالکیت حقوق هم لري.» نوموړي همدا راز زیاته کړې چې ایا صوفيا زموږ په واک کې ده.

په عین وخت کې د حکومت له پلانونو هم داسې ښکاري چې د اردوغان پلانونه به د عمل جامه خپله کړي. د دوشنبې په ورځ، چې د قسطنطنیې د فتح کولو د جګړې ۵۶۷م کليزه وه، د عدالت او پرمختګ ګوند یوه امام ته د دې اجازه هم ورکړه چې په ایا صوفيا کې د قران شریف یو څو آیتونه هم تلاوت کړي. تر دې وروسته، په ترکیه کې عمومي اوازې د حکومت د نهايي پریکړې په هکله زور واخیست او ویل کیږي چې په جومات باندې د ایا صوفیا د بدلون اقدمات له وړاندې ادامه لري او دا چې په دې برخه کې آمادګۍ هم ترسره شوي دي.

سیاسي هلې ځلې او عقیدوي بیلتون

اردوغان غواړي چې په خپل دغه اقدام سره د ترکانو سیاسي ملاتړ ځان او خپل ګوند ته را جلب کړي. په دې وروستیو کې د رایه اچوونکو له پایلو بریښي چې اردوغان او ګوند یې په ترکیه کې د رایه اچونکو ملاتړ له لاسه ورکړی دی. په پایله کې، اردوغان په دې وروستیو میاشتو کې غواړي چې د ترکانو په منځ کې ملتپالنې ته شدت ورکړي او په دې توګه د هغوی ملاتړ خپل کړي.

د اردوغان دغه تازه اقدام په ترکیه کې له مخالفتونو سره هم مخامخ شوی دی. د شرقي اورتوداکس د کلیسا مشر پیټریارچ بارتهولومیو اول په جومات باندې د ایا صوفيا له بدلولو سره خپل شدید مخالفت څرګند کړی دی. په استانبول کې د عیسویانو د مراسمو پر مهال، نوموړي ایا صوفيا د بشریت یو تر ټولو ډیره ارزښتناکه تاریخې ودانۍ وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه ودانۍ نه یوازې د ودانۍ په اوسنیو مالکانو یعنې ترکانو پورې اړه لري بلکې یاده ودانۍ د ټول بشریت اړوند ده.

Türkei Fotoreportage Istanbul
انځور: DW/U. Danısman

په ورته وخت کې په ټوله نړۍ کې په دې هکله غبرګونونه را پاریدلي دي. په استانبول کې د بوګزیچي پوهنتون تاریخ پوه ادهم ایلدم وايي چې «په تیرو ۱۵۰۰ کلونو کې دغه ودانۍ پرته له کومو اساسي ساختماني تغیراتو دوو مذهبونو کارولې ده.» هغه زیاتوي چې په ټوله نړۍ کې د ګوتو په شمیر دغه راز ودانۍ موجودې دي او دا چې هغه باید خوندي وساتل شي. ایلدم همدا راز زیاتوي چې ایا صوفيا همدا راز د بشریت د فرهنګي اثارو د یوه نړیوال او ګډ اثر په توګه لا هم پاتې ده. د بوګزیچي پوهنتون تاریخ پوه پوښتنه کوي چې آیا موږ غواړو دغه میراث پټ کړو؟ آیا د دې پرځای یې باید ټولې نړۍ ته وړاندې نه کړو؟

د دې پوښتنو او مقاومتونو سربیره داسې ښکاري چې اردوغان نه غواړي خپلو پلانونو ته تغیر ورکړي. نوموړي په دې وروستیو کې په ترکیه کې یوناني اورتوداکس عیسوي ټولنې ته په خپلو خبرو کې ویلي وو چې که تاسې وایاست چې مهرباني وکړئ صوفیا په جومات مه بدلوئ. آیا دا په دې معنی دي چې ترکیه به ستاسې غوښتنو ته په ګونډو شي؟ اردوغان همدا راز ویلي وو چې موږ د مرکزي شورا پریکړې ته انتظار باسو او له هغې وروسته به ټول اړین اقدامات عملي شي.