1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د نازي آلمان جنايتکاران اوس هم تعقيبيږي

۱۳۸۸ آذر ۹, دوشنبه

په داسي حال کي چه Demjanjuk او Boere د محکمي په وړاندي درول شوي دي، په ځينو نورومشکوکو جنايتکارانو پسي پلټنه روانه ده

https://p.dw.com/p/Kky3
د دميانيوک Demjanjuk پر ضد د محاکمې جريان
د دميانيوک Demjanjuk پر ضد د محاکمې جريانانځور: AP/Plain Dealer

د هغوی د جنايتونو د پلټني لپاره د آلمان د شتوتګارت ښار ته نژدې د لودويګس بورګ ښارګوټي کي هغه يو مرکزي اداره مسووليت لري چي د نازي آلمان د ناسيونال سوسياليزم د دورې يا په بل عبارت د هيټلر د واکمنی د مودې د جنايتونو د روښانه کولو لپاره دنده پر غاړه لري .

د نوموړي مرکزي ادارې آمر، کورت شريم د وينا له مخي، د دميانيوک چي پخوا هم د هغه پر ضدا دعوا شوی وه، خو د هغه د هويت په هکله د شک له امله، بيرته خوشي شو، پلټونکي دا ځل په پوره ځيرتيا سره کار کوي او د پولنډ د سوبيبور نومي ټاټوبی کي د هغه کړو وړو ته ځير شوي دي، يو وار بيا کورت شريم :

«مونږ د خپلي پلټني کار سوبيبور نومي ټاټوبی ته محدود کړی، ځکه سوبيبور خالص د انسان وژني کمپ ؤ. زموږ په نظر په دغه کمپ کي هر محافظ پوهيده چي هلته څه پيښيدل او په خپل کار سره یې د انسانانو په وژنو کي ونډه درلوده.»

د آلمان د ناسيونال سوسياليزم د دورې د جنايتونو د روښانه کولو د مرکزي ادارې مرستيال، يوهاخيم ريدل له پلټونو او تحقيقاتو څخه رپوټ ورکوي :

«د دميانيوک په موضوع کي په خاص ډول ستونزه ډيره زياته وه . مونږ څومياشتی په پر له پسې توګه پلټني وکړې، بيامو د پلټونو نتايج سره ټول کړل او د آلمان د ميونيخ څارنوالي ته مو وسپارل . د مونيخ څارنوالی په خپل وار پلټنه په لاره واچوله . دمثال په ډول هغي څارنوالي له تورن سړي څخه يې تحقيقات وکړل، هغه څه چي مونږ نه ؤ کړي . په پای کي څارنوالي تصميم ونيو چي ايا د هغه تورن سړي پر ضد دعوا وړاندي کړي که نه . البته دا زمونږ اصلي دنده نه ده . زمونږ دنده دا ده چي يو ځلي قضيې ته شکل ورکړو او اړوندی څارنوالی ته معلومات برابرکړو، بيا نو د څارنوالی وظيفه چي قضيه وڅاري . خو که چيري مونږ دغي قضيي ته کار نه وای کړی، ښايي هغه هيڅکله هم محکمې ته وړاندی شوې نه وای»

Ludwigsburger Aussenstelle des Bundesarchiv
انځور: AP

د شاهدانو څخه وينا اخيستل او داسنادو او شواهدو ټولول د داسي جرمي قضيو مخکښینی کار دی . يوهاخيم ريدل زياته کړه چي د سړې جګړې د پای ته رسيدو څخه وروسته بلکل نوي امکانات برابرشول :

«زه پنځه واره اوکرايين ته ولاړم او هر ځل ډيره موده هلته پاته شوم تر څو په دولتي آرشيف کي اسناد ولټوم او هلته مي رښتيا هم يو څه پيدا کړل . د سياسي وجوهاتو له امله د ختيځ بلاک دروازې تړلي پاته وې . په دې منځ کي زه ماسکو ته هم ولاړم او هلته مي په پخواني کي جي بي آرشيف کي په پلټنه لاس پوري کړ، اوس هغه ته په نسبي ډول لاس رسی موجود دی . نور آرشيفونه به هم وګورم .»

د نازي آلمان د دورې د 22 تنو د جګړې د اصلي مجرمينو محاکمه دنورينبرګ په محکمه کي سرته ورسيده . په هغوکي دهغه وخت د نازي آلمان د دولت پوځي مارشال هرمان ګيورينګ چي په هغه دولت کي دوهم سړی ؤ، د هلټلر مرستيال، رودلوف هيس په پولند کي د اوسشويتڅ نومي کمپ قوماندان رودلولف هويس او د نازي ګوند د دفتر آمر، مارتين بورمن شامل وه . د نورينبرګ د محاکمی څخه وروسته د نازي دورې ځینی نور جنايي مجرمين په پوځي محکمو کي محاکمه شول . تر هغه وروسته د آلمان په جزايي محکمو کي محاکمې پيل شويدي .

همدا اوس هم په جرمني کي د نازي آلمان د دورې د مجرمينو پر ضد تحقيقات روان دي، دا چي د چا پر خلاف، نو سمدلاسه به په عامه ډول بربڼد نسي . دا چي د جګړې څومره نور مجرمين به وموندل شي، د ناسيونال سيوليزم د دورې د جرايمو د روښانه کولو د مرکزي ادارې مرستيال ريدل سمدلاسه څه ويلای نسي ،خو هغه وايي که څه هم د نازي دورې د جناياتو څخه کلونه تير شوي دي، خو د انسانيت پر ضد د دغو جنايتونو د حد او حدودو په پام کي نيولو سره نن هم لازمه ده چي مجرمين تعقيب او وڅارل شي، او د امکان په صورت کي د محکمو په وړاندي ودرول شي .

ګراټ وول/

کتونکی : محمد قاسم نوري