1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په آلمان کې یوه هندي شکمنه جوړه د جاسوسۍ په تور محاکمه کیږي

۱۳۹۸ آبان ۳۰, پنجشنبه

په آلمان کې یوه هندي جوړه په دې هیواد کې د سکانو او کشمیري بیلتون غوښتونکو ډلو په جاسوسۍ تورنه شوې ده. ویل شوي دي چې هغوی به معلومات د هند بهرنۍ استخباراتي ادارې ته ورکول.

https://p.dw.com/p/3TRRq
Deutschland Eingang zur Generalstaatsanwaltschaft im Justizzentrum in Frankfurt
انځور: Imago Images/R. Peters

د فرانکفورت په ستره محکمه کې د دوو هندي اتباعو پر ضد محاکمه د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر ۲۱مه) پيلیږي. پر دغو دواړو باندې تور لګول شوی چې د کشمیریانو او سکانو د ډلو پر ضد یې جاسوسي کوله او دغه معلومات به یې د هند د استخباراتي ادارې له مخبرانو سره شریکول.

۵۰ کلن منموهن س، او د هغه پر ۵۱ کلنې میرمن کنول جیت ک، باندې په آلمان کې د بهرنۍ استخباراتي ادارې له پاره د فعالیت کولو تور پورې شوی.

له ۲۰۱۵م کال راهیسې منموهن ظاهرا د کشمیري بیلتون غوښتونکو او سکانو په هکله چې په آلمان کې فعالیت کوي، معلومات تر لاسه کړي او د هند رسمي بهرنۍ استخباراتي ادارې  RAW  ته یي ورکړي دي.

د ۲۰۱۷م کال د جولای میاشتې راهیسې د منموهن پر میرمن کنول جیت باندې هم په استخباراتي غونډو کې د ګډون شک کیږي. د خپلو خدماتو په بدل کې دغې ښځې او خاوند ظاهر له را، څخه ۷۲۰۰ یورو تر لاسه کړي دي.

دا چې د پنجشنبې په ورځ دغه محاکمه پیلیږي، د دسمبر تر ۱۲مې نیټې پورې نورې استماعیه غونډې هم پلان شوي دي.

که چیرې پر دغو کسانو باندې لګیدلي تورونه ثابت شي نو د محکومیدو په صورت کې ښایي تر لسو کلونو بند سره مخامخ شي.

ش.م