1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لاس اينجلس کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه د اور لګيدنې قرباني سول

ګل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۲۰, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په لاس اينجلس کې څو ځایه اورلګېدنې ادامه لري. په لسهاوو زره خلک د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ سوی. شاوخوا ۲۰۰۰ ودانۍ په بشپړ ډول سوځیدلي او څه د پاسه ۳۷ زره نورې ودانۍ د سوځیدو له ګواښ سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/4ozD0
د لاس اينجلس په لویدیځ کې د «پلسیدس» په نوم نومول شوې اورلګيدنه د زیاتیدو او پراخیدو په حال کې ده.
په لاس اينجلس کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه د اور لګيدنې قرباني سولانځور: Ringo Chiu/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو په لویدیځ د لاس اينجلس په ټوله سيمه کې وچ بادونه د اور د لا زیاتیدو سبب شوي دي. په مجموع کې په دغه سیمه کې شپږ ځايه اور لګېدلی دی.

د چارواکو د معلوماتو له مخې په لاس اينجلس کې د سترو اورلګيدنو له امله په ټولیزه توګه ۲۰۰۰ ودانۍ سوځیدلي او له ۱۰۰ زرو څخه زیات انسانان د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ سوي دي.

چارواکو د چهارشنبې په ماښام د سیمې پر وخت اعلان وکړ چې د «ایتون» په نوم اورلگیدنې د لاس اينجلس په شمال ختیځ کې ۹۷۲ ودانۍ ویجاړي کړي دي.

اړوند:

د چارواکو د شمیرو له مخې، د لاس اينجلس لویدیځ ته نیژدې هم شاوخوا د اوسیدو ۱۰۰۰ کورونه د اور په لمبو کی سوځیدلي دي.

اوس د«ایتون اور» د پاسادنا  ښار ته نیژدې د ۴۳ کیلومتره مربع په مساحت سیمه نیولې ده. څه د پاسه ۳۷ زره ودانۍ د اور له گواښ سره مخامخي دي. د چارواکو په خبره، د «سختو بادونو د سرعت» له امله ستونزمنو سیمو ته د رسیدو له امله ددغه اور مهارول او خاموشه کول لاپسي ستونزمن سوی دی. خو چارواکو ويلي دي چې دمګړۍ د باد سرعت يو څه راکم شوی دی.

له ۷۵۰۰ څخه ډېر د عاجلو خدمات کارکوونکي په لاس انجلس کې له اور سره د مبارزې او د اور د سترو لمبو د مهارولو په حال کې دي. د چارواکو د معلوماتو له مخې، د عاجلو مرستو د ځواکونو څلورو تنو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او پنځه تنه نور زخمیان سوي دي.

د لاس اينجلس په لویدیځ کې د «پلسیدس» په نوم نومول شوېاورلګيدنه د زیاتیدو او پراخیدو په حال کې ده. د چارواکو په وینا، دغې اورلگیدنې  څه ناڅه ۷۰ کیلومتره مربع ساحه نیولې ده. ډیری نامتو ستوري، د پاسفیک پلسیدس په ښکلې او هوسا سیمه کې کورونه لري. د امریکايي رسنیو په خبره دا د لاس اينجلس په تاریخ کې د اورلیگدنی تر ټولو ستر ناورین دی.

په دغه لویدیځ ساحلي ستر ښار کې د هالیوود د مشهورې تپې په ګډون په نورو سيمو کې هم لګيدلي اورونه لا نه دي خاموشه کړل شوي. د رپوټونو له مخې په ټولیزه توګه ۱۳۰ زره کسان مجبور سوي چې دغه سیمه پریږدي.

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.