په نوي ډهلي کې هوا په بې سارې توګه ککړه شوې
د هند چارواکو د هوا د ککړتیا د کمیدو له پاره په نوي ډهلي او شا او خوا سیمو کې له شخصې موټرو څخه په استفادې بندیز لګولی دی. په نوي دهلي کې هوا دومره ککړه ده چې اعلی وزیر هغه د ګاز له یوې خونې سره پرتله کړې ده.
خطرناکه هوا
په نوي دهلي کې په وروستیو درو کلونو کې د هوا ککړتیا لوړ حد ته رسیدلې ده. د دوشنبې په ورځ د دغه ۲۰ میلیوني ښار د هوا د کیفیت شاخص ۴۳۶ وو، یعنې د توصیه شوې حد څخه نهه وارې لوړ.
دود هر څه پوښلي
سخت دود د نوي دهلي مرکزي سیمي پوښلي دي، چې زیاتره پلي ګرځیدونکي او پر بایسکل سپاره کسان ماسک اغوندي. چارواکو روغتیایي بیړنی وضعیت اعلان کړی او خبرداری یې ورکړی دی چې هغه کسان چې له تنفس او د سترګو د سوځیدو ناروغیو کړیږي، دغه ستونزه به یې لا ډیره شي.
زهرجنه وریځ
د دهلي «انډیا ګېټ» چې د پلازمېنې یو له مهمو ملي یادګارونو څخه دی، زهرجنې وریځ پوښلی وو. د هوا دغه ککړتیا د دې سبب شوه چې د هند ستره محکمه تر سه شنبې ورځې پورې په ښار کې د ساختماني چارو کارونه ودروي. چارواکو په مؤقتي توګه ښوونځي هم تړلي او په میلیونونو ماسکونه یې پر خلکو ویشلي.
«د ګاز خونه»
د دهلي اعلی وزیر اروند کجریوال چې دغه ښار یې د ګاز له یوې خونې سره پرتله کړی وو د ټویټر په ټولنیزه شبکه کې په خپرې شوې یوې ویډیو کې ویلي دي چې «هر لوري ته دود دی او د ځوانانو، ماشومانو او زړو خلکو په شمول خلک په مشکل سره ساه اخیستی شي.»
موټر په کور کې پریږدئ
دا چې د ککړې هوا پر وړاندې مبارزه وشي، چارواکو د پلازمېنې پر نیمایي شخصي موټرو بندیز لګولی دی. د دغو مقرراتو له مخې هغه موټر چې د نمبر پلیټ وروستۍ شمیره یې طاق ده په ورځ او هغه موټرې چې د نمبر پلیت وروستۍ شمیره یې جفت ده په بله ورځ پر سړکونو د ګرځیدو اجازه لري. موټرسایکلونه، او عامه ترانسپورت له دې مقرارتو استثنا ګرځول شوي.
د نوې طرحې د رعایتولو غوښتنه
دغه داوطلب ترافیک یوه لوحه له ځانه سره لیږدوي چې له موټر چلوونکو څخه د طاق او جفت د طرحې د مراعاتولو غوښتنه کوي، څو د هوا ککړتیا راکمه شي. تر ۶۰۰ زیات پولیس او داوطلب کسان ګمارل شوي دي چې د نوو مقرراتو د نه مراعات کولو په صورت کې سرغړونکي تر ۴۰۰۰ هندي کلدارو جریمه کړي.
خو کومه حل لاره شته؟
کارپوهان خبرداری ورکوي چې پر موټرو محدودیت وضع کولو د دغه ستونزې پر وړاندې د مبارزې له پاره کافي نه ده. د چاپیریال ساتنې د سیاست شنونکي سدهارت سنګ، د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «که چیرې د هوا ککړتیا د نقلیه وسایلو له ترافیک څخه وای، نو دا بیا یوه حل لاره وه.» د هغه په خبره اوسمهال دا کومه حل لاره نه ده، ځکه چې شخصي موټر په دغه ستونزه کې کوچنۍ ونډه لري.
هند، چې د څو ښارونه هوا یې ککړه ده
هر چا د چارواکو سپارښتنه ته چې په کور کیني غوږ نه دی نیولی. د دهلي اوسیدونکي د ککړې هوا له زیاتې کچې سره نابلده نه دي او زیاتره کسان په عادي ډول خپل ژوند کوي. د روغتیا د نړیوال سازمان د معلومات له مخې د هند لس ښارونه په هغه ډله کې شامل دي چې هوا يې ډیره ککړه ده.