په نوي ډيلي کي څلور تنه اعدام سول
۱۳۹۹ فروردین ۱, جمعهځوانه هندۍ جوتي سنگ د ۲۰۱۲م کال په دسمبر کي له خپل ملگري سره، تر سينما وروسته دغه بس ته وختل او غوښتل يې چي خپل کورته ولاړه سي. شپږ تنه نارينه، چي نشه ول پر هغوی دواړو حمله وکړه، د هغې ملگري يې سخت وواهه او وروسته يې د طب پردغي ۲۳ کلني محصلي په ډير وحشيانه توگه ډله ايز جنسي تيري وکړ.
تر يوه ساعت وروسته يې نوموړې محصله چي سخته زخمي هم وه، له بس څخه وغورځوله. سنگ دوې اونۍ وروسته په سينگاپور کي د خپلو سختو داخلي ټپونو له امله ساه ورکړه.
دغه پيښه په نړۍ کي د خبرونو سرټکې وگرځيده او په هند کي يې يوې اساسي موضوع ته اشاره وکړه. د رسمي ارقامو له مخي په هند کي په هرو ۱۵ دقيقو کي يوه ښځه يا ځوانه نجلۍ د جنسي تيري قرباني کيږي. ښايي هغه شميرې تر دې هم ډيري وي چي نه دي ثبت سوي.
تر دغه ډله ايز جنسي تيري وروسته، په زرونو کسان سړکونو ته راووتل او د دغو نارينه وو د سمدستي اعدام غوښتنه يې وکړه. د دغو انسانانو عصبانيت ددې سبب سو چي په هند کي د جنسي تيري کوونکو پر وړاندي قوانين لا پسې سخت سي.
که څه هم د دغو مجرمينو پر وړاندي د اعدام سزا سمدستي وضعه سوه خو د هغه د عملي کولو پروسه ډيره وځنډيدله، دا ځکه چي هغوی له ولسمشره څخه د عفوي غوښتنه کوله.
له همدې کبله يې د اعدام د عملي کولو وخت څو واره وځنډيد. له دغو کسانو څخه يو تن چي په هغه وخت کي قانوني سن ته نه وو رسيدلې، بيرته آزاد سوی او د يوه بل مړی بيا په زندان کي وموندل سو.
په هند کي د اعدام سزا ډيره لږ عملي کيږي. د اوسنۍ سزا په عملي کولو سره هند غواړي په راتلونکي کي د ښځو د ساتني له پاره ډير څه تر سره کړي.
په عين وخت کي ددغو مجرمينو مدافع وکيلانو او د هغوی کورنيو هڅه کوله تر وروستۍ لحظې پوري د هغوی د اعدام مخه ونيسي.
کله چي د اعدام سزا عملي سوه، د زندان مخي ته ډيرو انسانانو د هغه لمانځنه وکړه. د جنسي قربانۍ مور له عدالت څخه خبره وکړه.