1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي په هرو ۴ دقیقو کي د مار چيچني له امله یو کس مري

۱۴۰۳ شهریور ۲۸, چهارشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان د مار له خطرناک نېښ وهلو څخه خبرداری ورکوي. په تیره بیا د استوايي او نیمه استوايي سیمو خلک له دغه گواښ سره ډیر مخامخ کیږي.

https://p.dw.com/p/4kl5k
Deutschland Müllrose | Schlingnatter | Coronella austriaca
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture alliance

د روغتیا نړيوال سازمان  د سه شنبه په ورځ ( ۲۰۲۴ م کال د سپتمبر۱۷) په ژنیو کي خبر ورکړ چي په هرو ۴ تر ۶ دقیقو پوري یو کس د مار د نېښ وهلو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړی سازمان هر کال د مار د نېښ وهلو په نتیجه کي د تسمُم «زهري کولو» له ۱،۸ تر ۲،۷ میلیونو پیښو پوري شمیري چي له هغو څخه ۸۱۴۱۰ تر ۱۳۷۸۸۰ پیښې د انسانانو د ژوند په بیه تمامیږي. په دې کي تر ټول زيات کروندگر او کوچنیان ورڅخه اغیزمن کیږي.

د دغه سازمان په حواله د مار نېښ وهلو څخه ژوندي پاته سوي کسان بیا په دوامداره ډول له معلولیت سره مبارزه کوي. دا ډول عواقب اغیزمن کسان او د هغوی کورنۍ د بې وزلۍ خواته بیايي، هغه هم نه یوازي د درملنې د لوړ لگښت، بلکي په دوامداره ډول د عاید د له لاسه ورکولو له امله، په تیره بیا کله چي د یوې کورنۍ د نفقې د برابرولو کس وچیچل سي.

که څه هم زهري ماران، هم د نړۍ په استوايي او هم معتدلو سیمو کي په پراخه پیمانه موجود دي، خو په هغو هیوادونو کي عامه روغتیا تر سخت اغیز لاندي راولي، چي خلک یې متوسط او یا هم ډیر لږ عاید ولري. په تیره بیا د استوايي او نیمه استوايي سیموخلک  له دغه گواښ سره مخامخ کیږي.

د نوموړي سازمان د معلوماتو له مخې د مار نېښ وهلو ډېري پیښې په آسیا، افریقا او لاتین امریکا کي رامنځته کیږي. 

GP/NZ/AG