په هلمند کي د فوټبال سيالۍ پای ته ورسيدې
۱۳۹۰ تیر ۱۳, دوشنبهد هلمند ورزشي امرعصمت الله مسلم وايي يو ټورنمينټ چي د(ب)۱۶ لوبډلو پكي برخه درلودل د نشه يي توكو د مخنيو په موخه يوه مياشت وړاندي پيل سوى و تيره ورځ پاى ته ورسيد.
د هغه په خبره د تورنمينت وړونکې افغان لوبډ سوه. مسلم وايي بل ټورنمينټ هم مياشت وړاند د ليگ برتر په نامه پيل سوى وو چي، د چنګاښ پر ۹مه پاى ته ورسيد.
د لوبو امر وايي د فوټبال په دغه ټورنمينټ كي هم د(ب)۲۰ لوبډلو ونډه درلودل چي د افغان لوبډلي په لومړي توب او د ياران لوبډلي په دوهم مقام تر لاسه كولو پاى ته ورسيدی.
دی وايي ددغه دواړو ټورتمينټونو مياشتنۍ لوبي د لښكر ګاه په كرزي لوبغالي كي تر سره سوې.
د هلمند دلوبو امر وايي لوبغاړي يې ډير تكړه او كولای سي د ټول هيواد په كچه لوبي ترسره كړي.
د افغان او ياران لوبډلو غړي وايي ددوى ټولي لوبي دوستانه او شل ورځي وړاندي پيل سوي وې چي نن پاى ته ورسيدې.
دوی د پوره امكاناتو دغوښتنو ترڅنګ وايي له نشه يي توكو نه د ځوانانو دراګرځيدو يوازنۍ لاره لوبو ته د هغوی هڅونه ده.
كه څه هم په لښكرګاه كي دغه لوبي تر سره كيږي خو د ځينو ولسواليو ځوانان په خپله سيمه كي د لوبغالوغوښتنه كوي.
دوی وايي كه چيري، په هلمندولايت كي د لوبو كولو پراخ ميدانونه ولری ډيری ځوانان به د ډيرو ناوړه کارونو څخه را وگرځي.
د هلمند د لوبو مسولين وايي كه څه هم د لوبو له پاره يوه اندازه ځايونه لري خو څومره چي ښايي په هغه اندازه امكانات ددوى امريت ته ندي وركول سوي چي به اسانۍ سره تري ګټه واخلي.
مجتبې محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل