په هند کې د مودي د بریا جشن
له هند څخه د تر لاسه شوو پایلو له مخې د لومړي وزیر نریندر مودي نېشنلست بهارتیه جنتا ګوند مخکې دی. اټکل کیږي چې د پنجشنبې په ماښام د ټاکنو پایلې اعلان شي.
د رایو د شمیر تر پیلیدو وروسته د ټاکنو کمیسیون وویل چې د پارلمان د ۵۴۲ څوکیو څخه په ۲۸۳ باندې د بهارتیه جنتا ګوند کاندیدان مخکې دي.
د اپوزیسیون ګوند کانګرس کاندیدان بیا یوازې به ۵۱ څوکیو کې برلاسي دي. د شمیرل شوو رایو د پایلي له مخې که چیرې وضعیت همداسې ادامه ومومي نو د نریندر مودي ګوند به واضحه اکثریت تر لاسه کړي.
بهارتیه جنتا پارټي (بي جی پي) د حکومت جوړلو له پاره ۲۷۲ څوکیو ته اړتیا لري او که چیرې دغه ګوند اړینې څوکۍ وګټي نو بیا د حکومت جوړلو له پاره کوم ائتلافي ملګري ته هم ضرورت نه لري.
د غیر رسمي پایلو له مخې د بي جی پي، سیاسي اتحادي ګوندونو هم ۵۰ څوکۍ ګټلی شي او ښایي د نریندر مودي حکومت په دې ترتیب له خپلو ائتلافي ملګرو سره په پارلمان کې ۳۳۰ څوکي ولري.
د ارقامو له مخې د نړۍ په دغه ګران بیه ټاکنو کې شپږ سوه میلیونه کسانو خپلې رایې کارولي وي او د چارو پوهان وایي چې پر ټاکنو ښایي اووه میلیارده ډالره لګښت راغلي وي.
په هند کې به د ټولو رایو د شمیرلو بهیر نن د می میاشتې په ۲۳مه نیټه پای ته ورسیږي.
له هند څخه ترلاسه کیدونکي لومړۍ پایلې کیدای شي بدلون هم ومومي. د ۲۰۰۴م کال په ټاکنو کې د لومړیو پایلو له مخې د بي جی پي، ګوند مخکې وو خو د وروستۍ پایلې له مخې بیا د کانګرس ګوند ګټونکی اعلان شو.
په دې ترڅ کې د اپوزیسیون کانګرس ګوند یوه ځایي سیاستوال په ټاکنو کې خپله ماتې منلې ده. د پنجاب ایالتي لومړي وزیر امریندر سنګ، د انډیا ټو ډې تلویزون سره په خبرو کې وویل چې «موږ جنګ وبایله».
له بل اړخه بیا د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندهي، د چهارشنبې په ورځ د نظر پوښتنې له مخې اټکل شوې پایلې رد کړې وې. هغه خپلو پلویانو ته د ټویټر په پیغام کې لیکلي وو: «د تقلبي لومړیو پایلو له پروپاګنډ څخه د نهیلي کیدو اړتیا نه شته.»
د لومړنيو پایلو دا خبره هم جوته شوې ده چې راهول ګاندهي د اترپردیش ایالت امیټهي سیمه، کې په خپله پلرنۍ انتخاباتي حوزه کې له اوږې په اوږې سیالۍ سره مخامخ دی. له څو نسلونو راهیسې د ګاندهي کورنۍ د دغې حوزې ټاکنې ګټلي دي.