په پنجشير کې د اتو طالبانو د وژلو ادعا
۱۴۰۰ شهریور ۹, سهشنبهپه پنجشیر کې د طالبانو د مخالفې ډلې ویاند، فهیم دشتي وايي چې طالبانو دغه حمله د پنجشیر په لويديځه دروازه کې د دوی پر ځواکونو کړې ده. دشتي چې د پنجشیر د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود له نژدې کسانو څخه دی، خپلو جنګیالیو ته د ملی مقاومت ځواکونو نوم کاروي.
دشتي ادعا کړې چې په دغه نښته کې يې اته طالبان وژلي او همدا شمیر نور يې ټپيان کړي. دشتي وايي چې د دوی هم دوه کسان ټپیان شوي دي.
د رويترز خبري آژانس په حواله، دشتي ويلي دي چې ممکن طالبانو دغه حمله د يو آزمايښت په توګه کړي وي تر څو يې د پنجشير دفاعي ځواک معلوم کړي وي. دغه آژانس زیاتوي چې تر اوسه بریالي شوي نه دي چې په دې اړه د طالبانو د ویاند نظر هم واخلي.
د مسعود زوی، احمد مسعود چې په پنجشیر کې يې د طالبانو ضد يوه جبهه اعلان کړې د ستونزې د حل له پاره طالبانو ته د مذاکرې وړانديز کړی، خو هغه په عین حال کې ویلي دي چې که چېرته طالبان پر پنجشیر حمله کوي دوی به يې پر وړاندې مقاومت وکړي.
پنجشیر د افغانستان یوازینی ولایت دی چې تر اوسه طالبانو نه دی نیولی. طالبانو د اګست مياشتې پر ۱۵مه د نورو ولایتونو د نیولو په ادامې کابل هم ونیوه. طالبانو پنجشیر ته خپل د پام وړ ځواکونه استولي خو دواړو خواوو د جګړې د مخنيوي له پاره هڅې پيل کړي تر څو د خبرو له لارې جوړجاړی ته ورسیږي.