په کندز کي د جندالله ډلي مشر وژل سوی
۱۳۹۴ شهریور ۳, سهشنبهد افغانستان ملي امنيت ويلي دي چي غلام حضرت چي په ابو حذيفه مشهور وو د دو شنبې په ورځ له خپل مرستيال او درو نورو جنگياليو سره په چهاردرې ولسوالۍ کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکي په يوه بريد کي ووژل سو.
د کندز د والي وياند عبدالودود واحدي، ويلي دي چي ابو حذيفه، د ازبکستان د اسلامي حرکت يو پياوړی قوماندان وو، چي په دغه ولايت کي د افغان امنيتي ځواک پرضد جنگېد.
د کندز ولايت چهاردره ولسوالي په وروستيو څو کلونو کي د وسله والو ډلو په ځانگړې توگه چيچنايي او ازبک ياغيانو د فعاليت او پټېدو پوخ مرکز گرځېدلی.
د روان کال په جون مياشت کي چهاردره ولسوالي په بشپړه توگه د وسله والو ياغيانو په کنترول کي سوه. خو څو ورځي وروسته ئې افغان امنيتي ځواک بيرته د نيولو عملیات پيل کړل.
د کندز ولايت په علي آباد او چاردرې ولسوالۍ کي اوس هم ډېري سيمي د وسله والو ياغيانو چي ځايي اوسېدونکي ئې «بهرنيان» بولي، په کنترول کي دي.