1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په ډهلي کې د امریکا په سفارت کې پر یوې نجلۍ جنسي تیری شوی

۱۳۹۸ بهمن ۱۹, شنبه

د هندوستان پولیسو ویلي چې تر پلټنو وروسته يې یو ۲۵ کلن کس په ډهلي کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت په داخل کې پر یوې کوچنۍ نجلۍ د جنسي تیري په جرم نیولی دی. د هندي چارواکو په خبره قرباني نجلۍ پنځه کلنه ده.

https://p.dw.com/p/3XSSL
Symbolbild Minderjährige Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۷مه نیټه) د هندوستان پولیسو وویل چې په پلازمینه نوي ډهلي کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت په محوطه کې یې پر یوې پنځه کلنې نجلۍ د جنسي تیري په جرم یو ۲۵ کلن کس نیولی دی. د هندي چارواکو په خبره، یاد کس د یکشنبې په ورځ د جنسي تیري تر پیښې یوه ورځ وروسته د سفارت له داخل څخه نیولی دی. چارواکو ویلي چې د جنسي تیري دغه پیښه د سفارت په داخل کې د ځايي کارګرو د استوګنې په ساحه کې رامنځ ته شوې ده.

د هندوستان د پولیسو چارواکي یوګیش کمار د یادې پیښې په هکله د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې ابتدايي طبي معاینات دا تائیدوي چې پر نجلۍ باندې جنسي تیری شوی دی. یاد کس پر ماشومانو باندې د جنسي تیري د قانون په رڼا کې تورن ګڼل شوی دی چې په هندوستان کې د دغه راز جرمونو سزا اعدام کيدلای شي. 

د هندوستان په پلازمینه نوي ډهلي کې د امریکا سفارت یو له خوندي ځایونو څخه شمیرل کیږي چې د بریښنايي او انساني امنیتي تدابیرو له لارې یې امنیت ساتل کیږي. په ډهلي کې د امریکا د سفارت یوه ویاند د جمعې په ورځ وویل چې دوی د تورونو له کبله «ډیر خواشینې» شوي او دا چې پولیسو ته یې د یادې پیښې د راپور او د طبي معایناتو په پرخه کې د مرستې وړاندې کولو په شمول عاجل اقدامات عملي کړي دي.

په ډهلي کې د امریکا د سفارت ویاند په خپره شوې اعلامیه کې ویلي: «موږ د هندوستان په مشرۍ له دغو څیړنو سره مرسته کوو. موږ ماشوم او د هغې کورنۍ ته خپل ملاتړ او غم شریکي وړاندې کوو.» هندوستان پر ماشومانو باندې د جنسي تیري له ستونزو سره لاس او ګریوان دی او دغه راز پیښې په دغه هیواد کې ډیرې رامنځ ته کیږي. د رسمي شمیرو له مخې په ۲۰۱۸م کال کې په هندوستان کې د جنسي تیري شاوخوا ۳۴ زره پیښې ثبت شوي دي خو فعالین وايي چې دغه شمیرې د دغه راز ډیرو پیښو یوازې یوه کوچنۍ برخه ده.

د چارو د کارپوهانو په وینا، پر ماشومانو باندې د جنسي تیري زیاتره مرتکبین د قربانیانو نیږدې کسان دي نو له دې کبله د قربانیانو کورنۍ نه غواړي چې دغه راز جرمونه په رسمي توګه ثبت کړي. د دوی په خبره د دغه راز پیښو په هکله خبرې کول او یا یې رسمي کول د دې هیواد په ټولنه کې یو بد کار شمیرل کیږي.