ښځې د آلمان په پوځ کې څه کوي؟
د آلمان د اساسي قانون د ېوې مادې له مخې ښځو نه شوای کولای چې د پوځ په جنګي برخو کې کار وکړي. یوې ۲۲ کلنې نجلۍ په دې اړه شکایت وکړ او دغه ماده له اساسي قانون څخه پاکه شوه. اوس ښځې د آلمان په پوځ کې څه کارونه کوي؟
په دویمه نړیواله جګړه کې د آلمان تر ماتې وروسته، د څو کلونو له پاره دې هیواد د پوځ د جوړولو اجازه نه لرله. د آلمان د نوي پوځ له جوړیدو او په ناټو کې د هغه له شاملیدو سره، د دې هیواد د اساسي قانون A12 مادې د پوځ په جنګي څانګو کې د ښځو ګډون ممنوع کړی وو.
د پوځ په جنګي څانګو کې د ښځو ګډون ممنوعیت د دې سبب نه شو چې هغوی د پوځ په نورو څانګو کې کار و نه کړي. د ۱۹۷۵ کې ښځو د آلمان پوځ په روغتیایي څانګه کې د حضور اجازه ترلاسه کړه. ښځو په دې مرحله کې یوازې د ډاکټرانو په توګه په پوځ کې د کار اجازه لرله.
د سړې جګړې پر مهال د لویدیځ آلمان ښځو د اساسي قانون د دې مادې پر ضد مظاهرې وکړې. انځور د هغه وخت پلازمینې، بن ښار څخه د ښځو د مظاهرو پر مهال اخیستل شوی دی.
د آلمان په دیموکراتیک جمهوریت[شرقي آلمان] کې بیا ښځو د روغتیایي څانګي تر څنګ په جنګي برخو کې هم خدمت کوه. د دواړو آلمانونو له یوځای کیدو سره د دې هیواد هیواد پوځ هم له لویدیځ آلمان سره یوځای شو خو هغه ښځې چې د ختیځ آلمان په پوځ کې وې په پوځ کې شاملې نه شوای کړای.
په ۱۹۹۶ کال کې د آلمان پوځ دتانیا کرایل، په پوځ کې د شاملیدو غوښتنلیک د قانون له مخې رد کړ. هغې د دې قانوي پر ضد د اروپا تر عالی دیوان پورې دعوا وکړه او بلاخره په ۱۹۹۹ کال کې هغې دغه دعوا وګټله. تر دې وروسته د آلمان د اساسي قانون A12 ماده له منځه ولاړه او په کې د ښځو حصور ته لار پرانیستل شوه.
د سړې جګړې په پای کې د آلمان پوځ ۴۶۰ زره غړي لرل خو دغه شمیر د کلونو په جریان کې ۱۷۵ زرو ته راولوید. په ۲۰۱۱ کال کې د هلکانو له پاره د اجباري خدمت قانون هم له منځه ولاړ. له ۲۰۰۰ کال راهیسې د آلمان په پوځ کې د ښځو شمیر هم مخ په ډیریدو دی. او د دې هیواد د پوځ تر ۱۱ سنله ډیرې غړې ښځې دي.
اوس مهال د آلمان په پوځ کې ۷۷۴۸ ښځې کار کوي.
د هغو ښځو شمیر چې د آلمان په پوځ کې اداري کارونه ترسره کوي ۳۶۶۶ تنو ته رسیږي.
د آلمان په جنګې برخو کې د ښځو شمیر ۳۴۹۸ ښځې کار کوي. دغه انځور په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان په مزارشریف ښار کې اخیستل شوی دی.
سوزانه تووس ۲۷ کلنه وه چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د لومړي ښځې په توګه د آلمان د سمندري ځواکونو د جنګي څرخي الوتکې د پیلوټې په توګه کار پیل کړ.
ژانین آسلن ۲۷ کلنه وه چې د لومړی ښځې په توګه یې د یوه اوبتل قومانده په لاس کې واخیسته.
په ۲۰۰۶ کال کې اولریکه فلندر په ۲۴ کلنۍ کې د آلمان د پوځ د جنګي جټ الوتکې لومړۍ پیلوټه شوه. اوس د آلمان د پوځ په هوایي بخش کې ۲۰۸۶ ښځې کار کوي.
د آلمان په دفاع وزارت کې ۱۲۷۲ ښځې په کار بوختې دي. په پلان کې ده چې د آلمان په ځانګړو ځواکونو کې ښځې ته لاره هواره شي.
د نریمان رایکه پلار او مور مراکشي دي، خو اوس هغه د آلمان په پوځ کې کار کوي. د آلمان په پوځ کې ډیر بهرني ریشي لرونکي آلمانیان هم کار کوي.
اوزلا فون دیر لاین، لومړۍ ښځه ده چې په ۲۰۱۳ کال کې یې لومړي ځل له پاره د آلمان د پوځ مشري پر غاړه واخیسته.
فون دیر لاین ویلي دي چې په راتلونکې کې به په پوځ کې د حضور سلنه ۲۰ ته لوړه شي.