کریکټ: افغانستان پایلوبې ته لار وموندله
۱۳۹۰ آذر ۱۸, جمعهد ۲۰ اوریزو سیالیو په ننې لوبه کې لمړی د نیپال لوبډلې منډو جوړولو ته ملا وتړله او د هغوي ټوله لوبډله په ۶۸ منډو وسوځیده. په ننې لوبه کې د نیپال د لوبډلې لوبغاړي افغان بالرانو پر وړاندې داسې ښکاره شول لکه د اوبو په وړاندې د شګو دیوال.
په ځواب کې افغان منډې جوړونکو منډو ته ملا وتړله او پرته له دې چې کوم لوبغاړې یې وسوځي دغه منډې په ډیرې آسانې سره پوره کړي. او د دې سربیره لا نور ۴۰ توپونه هم پاتي وو.
په دې شان سره افغان لوبډله پایلوبې ته لار ومونده چې د دسمبر د میاشتې په ۱۱ نیټه به د هانګ کانګ د لوبډلې سره مخامخ کیږي.
د یادولو وړ ده چې تر دې دمخه افغان کریکټ لوبډلې د عمان، مالدیپ، مالیزیا او د بوټان لوبډلې د ماتې سره مخامخ کړې وې.
دا پداسې حال کې ده چې د سارک هیوادونو د لوبو په قطار کې د افغانستان د فوټبال لوبډله هم نیمه پایلوبو ته رسیدلي ده. دغه لوبه هم د افغانستان او نیپال تر منځ نن تر سره کیږي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش