کریکټ: هندوستان د آسترالیا څخه ماتې وخوړه
۱۳۹۰ دی ۱۸, یکشنبهد هندوستان وتلي منډه جوړونکي، سچن ټنډولکر، تر یوه حده د هندوستان لوبډلې د منډې جوړولو سره مرسته وکړه او ۸۰ منډې یې جوړې کړې. هندوستان په خپل دوهم اننګز کې د ۴۰۰ منډو په جوړولو توانیدالی وو.
تر دې د مخه د هندوستان لوبډلې په خپل اول اننګز کې ۱۹۱ منډې جوړې کړې وې، پداسې حال کې چې آسترالیا په خپل لمړي اننګز کې یواځې د ۴ لوبغاړو پر سوځیدو ۶۵۹ منډې کړې وې.
د جمعې په ورځ د ټیسټ لوبې په څلورمه ورځ چې کله هندوستان د خپل دوهم اننګز پیل وکړ نو، ګوتم ګمبیر، ۶۸ منډې او ټنډولکر ۸ منډې لرلې او د هندوستان ټولې منډې ۱۱۴ وی. ګمبیر د ۸۳ منډو تر جوړولو وروسته د پیټر سیډل پر توپ وسوځید. تر هغې وروسته تجربه لرونکی منډه جوړونکي لکشمن لوبې ته ملا وتړله او د ټنډولکر سره یې د سلو منډو شراکت وکړ.
خو د هندوستان په امیدونو هله اوبه توې شوې کله چې ټنډولکر وسوځید. د هغې تر سوځیدو وروسته د هندوستان منډه جوړونکي لکشمن، دهوني او کهولي يو په بل پسې وسوځیدل.
د آسترالیا په لوبډله کې، بهلفین هاوس، تر ټولو ښه توپ اچونکی وبلل شو چې پنځه لوبغاړي یې وسوځول. هغه په اولني اننګز کې دری تنه سوځولي وو. د آسترالیا د لوبډلې کپتان د سیالې تر ټولو ښه منډه جوړونکی وبلل شو. هغه په دغه سیالیو کې ۳ سلیزي جوړې کړې وې.
دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل