1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نابينا افغان ورزشکار په لندن کې د سرو زرو دوه مډالونه وګټل

۱۴۰۲ تیر ۷, چهارشنبه

په انګلستان کې مېشت یو نابينا يا ړوند افغان ورزشکار ولي محمد نوري په لندن کې د ځغاستي په سیالیو کې د اتلولي مقام وګاټه. نوموړي په دغو سياليو کې په دوو پړاوونو کې د سرو زرو دوه مډالونه ګټلي دي.

https://p.dw.com/p/4T7m6
England | London Marathon 2021
انځور: Rob Pinney/Getty Images

د ځغاستي سیالۍ چې د  مختلفو هیوادونو ۷۰ نابینا او نیمه نابینا ورزشکارانو پکې برخه اخیستې وه، د لندن په کوربتوب ترسره شوې. په لندن کې مېشت افغان نابینا ورزشکار ولي محمد نوري په دې وتوانېد چې د دغو سياليو په دوو پړاوونو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي او د سرو زرو دوه مډالونه وګټي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

دغه نابينا افغان لوبغاړي پر خپله فیسبوک پاڼه په یوه پیغام کې ویلي، چې دا د ۴۰۰ او ۵۰۰ مترو واټن د سيالۍ وې. نوموړی زیاتوي، چې دا سیالي د ده لپاره ستونزمنه وه، خو په ډېرې هڅې او تمرین سره وتوانېده، چې لومړی مقام خپل کړي.

اړوند مطلب: پر طالبانو بندیزونه پر افغان ورزشکارانو څه اغېزې لري؟

ولي محمد نوري چې په لندن کې اوسېږي، تر دې مخکې یې د ځغاستي او لامبو په سیالیو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلي دي. تر اوسه يې د ځغاستې په پنځلسو او د لامبو وهلو په دريو سياليو کې ګډون کړی چې د سرو زرو مډالونه او د اتلولۍ جامونه يې ګټلي دي.