یوگا: د روح او بدن د پیاوړي کیدو تمرین
یوگا په نړۍ کي د خلکو په زړونو کي ځانگړی محبوبیت لري. يوگا چي اصلاً له هنده سرچينه اخلي اوس په ډيرو هيوادونو کي خاص علاقمندان لري. انځورونه او معلومات.
مه گورئ او مه خبري کوئ
ښايي دا انځور په اول سر کي حیراوونکی وي، خو دلته د هند د څو میلیوني ښار احمد آباد د یوه مکتب زده کوونکې ښکاري چي د یوگا په درس کي یې برخه اخیستې ده.
آیا دا د یوگا پوځ دی؟
زده کوونکې په منظم ډول په قطارونو کي ولاړي دي او یو ډول کالي یې هم اغوستي دي. دا ډول تصویر سړي ته یو منظم اردو ور پیادوي. که څه هم دغه زده کوونکي د یوگا په درسي ساعت کي دي، خو بیا هم داسي نه ښکاري چی ټوله دي په خپله خوښه دلته راغلي وي.
د روح او بدن راځړول
د یوگا ډول ډول تمرینونه سته. دلته سړی ویني چي د ښوونکې پراتیبا (په منځ کي) او د هغې د زده کوونکو په څیرو کي څومره خوشحالي ښکاري .هغوی د احمد آباد په څو میلیوني ښار کي د يوگا د "یآیریال" تمرین په حال کي دي، دغه ډول یوگا په مختلفو تمرینونو او د دستمالونو په ځړولو سره تر سره کیږي.
زه الوزم
دغه هندۍ نجلۍ ښايي همدااوس د الوتلو په فکر کي نه وي، ځکه د دستمال په مرسته تمرین ډیر سخت دی او ددې امکان سته چي راولویږي. له همدې کبله باید د يوگا " آیریال" تمرین د باتجربه ښوونکو په لارښوونه ترسره سي.
د خُرما وني، ساحل او یوگا
یوې بلي لويي وچي ته ځو. که څه هم یوگا ورزش په هند کي رامنځته سوی او د هندوانو او بودایانو په مذهب کي يې ریښه لیدل کیږي، خو له یو څه وخته راهیسي د نړۍ په نورو سیمو کي هم دغه ورزش کیږي. لکه دلته د جنوبي افریقا په "امفی تئاتر گاردنس" ساحل کي.
دا د کوم زندان صحن (غولی) نه دی
دغه انځور سړي ته په اول نظر، د امریکا متحده ایالاتو په زندانونو کي نارنجي پوښه زندانیان وربیادوي. خو دا د جنوبي افریقا د دوربان ښار ساحل دی. د یوگا د تمرین هدف دا دی چي روح او بدن سره یو کړي. داسي ښکاري چي په ډله ایز ډول د یوگا تمرین نور کوم غیرعادي کار نه وي.
د یوه مصري په ډول تگ؟
داسي ښکاري چي دغه څلور تنې، د هغو انسانانو په ډول پر لاره ځي، لکه څنگه چي د مصر په زړو انځورونو کي لیدل کیږي. خو هغوی د مکسیکو په شمال کي د "سیدت خوارس" د سیمي په یوه دښته کي د یوگا تمرین په حال کي دي. "یوگا" له سانسکریت ژبي څخه جوړه سوې چي د نورو ترڅنگ د «تړلو» په معنی ده او دا کلمه له آرامتیا سره کومه اړه نه لري.
یو له بل سره درېدل
دا بې تفاوته ده چي د یوگا د تمرین اصلي هدف، د سااخیستلو تمرین، روحي تمرکز او یا هم جسمي تمرینات وي. په دغه توده دښته کي د یوگا گډون کوونکي، که ځانونه د لمر ضد کریمو باندي غوړ نه کړي، نو ډیر ژر به د ځان په هکله ژور فکر کول له یاده وباسي. په هر صورت یوگا باید بدن کمزوری نه کړي، بلکي د هغه هدف د روح او بدن پیاوړي کول دي.
په ونه پوري ځان ځوړندول
هو، یو گا تمرینونه یو له بل سره ډیر توپیر لري. دغه سړی، د پرایاگراج د لوی ښار په څنډه کي چي د ۲۰۱۸م کال تر پایه پوري "الله آباد" نومید، د یوگا یو ځانگړی تمرین چي په ونه پوري د ځان ځوړندول دي، ترسره کوي.
د یوگا مبارز
که د مودي هڅې نه وای، ښايي د یوگا په نامه نړیواله ورځ هم نه وای. نارندرا مودی (په منځ کي) په دې برخه کي ډیري هلي ځلی کړي. د ۲۰۱۴م کال د دسمبر پر یوولسمه، بلاخره د ملگرو ملتو عمومي اسامبلۍ د یوگا نړیواله ورځ وټاکله. دهغې د ټاکلو له پاره دا دلیل راوړل سو چي نړیواله روغتیا یو اوږدمهاله پراخ هدف دی. د ۲۰۱۵ کال په جون کي دغه ورځ (د جون ۲۱مه) د لومړي ځل له پاره ولمانځل سوه.