۸۲ کلنه بلقيس ولي د نړۍ له «بااغيزه ۱۰۰» کسانو څخه يوه ده؟
د ټايم مجلې له خوا د ۲۰۲۰ کال د نړۍ د ترټولو «بااثره شخصياتو» په ليسټ کي د هند د ډلي۸۲ کلنه مېرمن بلقيس بانو نوم هم راغلی دی. د «شاهين باغ اناګانې» غورځنګ دغې مشري په تړاو نور جزويات په دغه انځوريز راپور کي لوستلای سئ:
ته شاهين يې...
شاهين باغ د ډلي يوه غير مشهوره سيمه ده. بلقيس بانو ته اوس د «شاهين باغ انا» خطاب کيږي. دا په داسي حال کي چي هغه په اصل کي د اترپردېش کي د بلندشهر د سيمي اوسېدونکې ده. د هغې سړی چي په کښتونو کي يې مزدوري کوله نژدې لس کاله تر مخه مړ سوی دی. بلقيس بانو اوس په ډلي کي د خپلې نږور او زامنو سره اوسيږي.
د اعتراض علامت
بلقيس بانو په هند کي د اعتراضونو په يو علامت بدله سوې ده. هغه د سخت يخ او تېز باران باوجوده تر ۱۰۰ ورځو څخه په زيات دوام لرونکو مظاهرو او احتجاجونو کي برخه واله پاته سوه. دغه احتجاجونه د هند د هغه نوي قانون پر ضد تر سره سول چي د بانو په وينا پکښي د مسلمانانو سره تبعيض موجود دی.
د مېرمنو له پاره يوه بېلګه
بلقيس بانو وايي چي هغه څو ځله د سهار له اتو بجو څخه د شپې تر ۱۲ بجو پوري په احتجاجونو کي برخه واله پاته سوې ده. د هغې سره به هلته په زرهاوو مېرمنې هم موجودي وې.
ځانګړی غورځنګ
د مېرمنو د دغه ځانګړي او منفرد تحريک څخه په الهام د هند په نژدې ټولو لويو ښارونو کي مېرمنو احتجاجونه وکړل. بلقيس بانو ته د «اعتراضونو د علامت» خطاب وسو. د شاهين باغ احتجاجونو د ټولې نړۍ توجه ځان ته راجلبه کړه.
زړورې هندياني
کله چي د هند د کورنيو چارو وزير اميت شاه وويل چي هغه د تابعيت په قانون کي له شخړيز تعديل څخه يو انچ هم نه پر شا کيږي نو بلقيس بانو ورته په جواب کي وويل چي که هغه يو انچ نه پر شا کيږي « نو موږ به د ورېښته په اندازه هم پرشا نه سو.» ياد قانوني تعديل د مسلمانانو علاوه د ګاونډي هيوادونو نورو مذهبي لږکيو ته د تابعيت ورکولو وړانديز کوي.
چي انګرېزان مو وايستل نو...
بلقيس بانو د احتجاجونو پر وخت يو واري ويلي ول چي «هغوی موږ ته د غدارانو په سترګه ګوري. خو موږ انګرېزان له هيواده ايستلي دي نو نريندر مودي او اميت شاه څوک دي؟ که تاسو سي اې اې او اين آر سي قوانين ليري کړئ نو موږ به په هغه ثانيه خپل احتجاج ختم کړو.»
سرلارې
د ټايم مجلې بلقيس بانو د «سرلارو» په فهرست کي راوستلې او ليکلي يې دي: «بلقيس د استبداد پر خوا ښويېدونکي خپل هيواد کي و زندانونو ته اچول کېدونکو رشتيا ويونکو او د محصلينو مشرانو ته هيلي او قوت وروبخښی او په ټول هيواد کي يې ميرمنو ته د شاهين باغ په شان د سوليزه احتجاجونو کولو حوصله ورکړه.»
درواغ تورونه
سوليز احتجاج کوونکو دغو مېرمنو پر دې هم خواښيني وښودله چي د هند پارلمان په ډلي کي ورته نژدې واقع دی خو ورسره د خبرو کولو له پاره د حکومت يو استاز هم نه ورغلی چي خبري ورسره وکړي. البته په وينا يې زيات درواغ تورونه پراحتجاج کوونکو ولګول.
عملي غورځنګ
د شاهين باغ غورځنګ له دې کبله هم منفرد وو ځکه چي خلکو د عملي غورځنګ تر څنګ معلومات هم په لاس راوړل. د سړک پر غاړه عبوري کتابتون جوړ او د ماشومانو له پاره په کيږديو کي ښوونځي هم فعال کړل سو.
«موږ ټول سره يو يو»
د شاهين باغ غورځنګ د بيلو اديانو او مذاهبو مشترک غورځنګ ؤ. په دغه کي هندو، مسلمان، سيکهـ، عيسايي او نورو يو د بل سره لاسونه سره ورکړي ول.
«موږ شرمېدل نه غواړو»
مېندو په دغو احتجاجونو کي د ځان سره خپل بچيان هم راوستل. هغوی ويل چي نه غواړي خپلو راتلونکو نسلونو ته «شرمنده سي.»
نريندر مودي هم د سلو بااثره کسانو په ليسټ کي شامل دی
د ټايم مجلې په اړونده ليسټ کي د هند لومړی وزير نريندر مودي هم شامل دی. مجلې په دې تړاو ليکلي:«د نريندر مودي د عروج وروسته د هند دموکراسي د مذهبي اکثريت تر بريد لاندي ده. په خاصه توګه مسلمانان په نخښه کړل سو او د نړۍ تر ټولو لويه دموکراسي په تاريکيو کي ولوېدله.»
شخړيز قانون
د هند د تابعيت د قانون د شخړيز تعديل په رڼا کي په پاکستان، بنګله دېش او افغانستان کي زهيرسوي هندو، سکهـ، بودايان، جين، پارسي او عيسايي مذهبي اقليتونه کولای سي چي هند ته د تلو وروسته هلته د هند تابعيت ترلاسه کړي. خو مسلمانانو ته دا آسانتيا نه ده ورکول سوې.
د نوي نسل له پاره يوه بېلګه
د شاهين باغ غورځنګ په هکله ويل کيږي چي په عملي توګه يې د سوليز عامه غورځنګ اهميت او افاديت و راتلونکو نسلونو ته ثبت کړ.
د پلوراليزم پای
ټايم مجلې ليکلي دي چي د هند د تيرو ۷ لسيزو راهيسي د نړۍ تر ټولو لوی جمهوري هيواد وو. مجلې ليکلي چي د ۱۳۰۰ مليونو انسانانو نفوس لرونکی دغه هيواد چي د هندوانو، مسلمانانو، سيکهـانو، بودايانو او نورو مذاهبو او اديانود پيرويانو کور دی، اوس پکښي پلوراليزم پای ته رسېدلی دی.