بلوچستان: وسلوال برید کې لږ تر لږه ۲۰ کان کیندونکي وژل شوي
۱۴۰۳ مهر ۲۰, جمعهد پاکستان په جنوب لویدیځ ايالت بلوچستان کې دا تازه بريد په پلازمينه اسلام آباد کې د شانګهاي په نامه د سترې امنيتي غونډې څو ورځې تر مخه شوی دی.
د بلوچستان د پوليسو په حواله د هرنايي ولسوالۍ په دکي سيمه کې ناپيژاندو کسانو د ډبرو سکرو په کانونو کې په کار بوخت ۲۰ کسان په ډزو ووژل او ۷ یې ټپيان کړل. د ځايي چارواکو په خبره په وژل شويو کسانو کې افغانان هم شامل دي.
د رويترز خبري آژانس په حواله د دکي د پوليسو د مرکز مشر (اس اچ او) همايون خان، وويل چې په وسلو د سمبالو کسانو يوې ډلې د شپې ناوخته په دکي سيمه کې پر کان د درنو وسلو بريد وکړ. په بريد کې وژل شوي کسان د بلوچستان د پښتون میشتو سيمو اوسيدونکي دي. پوليسو همدا راز زياته کړې ده چې له وژل شويو څخه یې درې او ټپيانو څخه څلور یې افغانان دي.
د دکي سيمې يوه ډاکتر جوهر خان شاديزي، وويل چې تر اوسه سيمه ایز روغتون ته ۲۰ جسدونه او ۶ ټپيان ور وړل شوي دي. د ځينو رپوټونو پر اساس بريد کوونکو راکټي بريدونه وکړل او لاسي بمونه یې هم کارولي دي.
په سملاسي توګه لا کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې خو د «بلوچ لیبرېشن آرمي» پر ډله چې يوه منع شوې ډله ده، د دغه برید شک کیږي. دا ډله زياتره ملکيان او امنيتي ځواکونه په نخښه کوي.
دې ډلې په اګست مياشت کې هم يو شمير بريدونه کړي چې پکې تر ۵۰ ډېر کسان وژل شوي ول. چارواکو بيا په ځوابي اقداماتو کې ۲۱ وسله وال هم وژلي ول.
بريد په کلکه غندل شوی
د بلوچستان وزير اعلی سرفراز بګټي، په دکي سيمه کې د کان کېندونکو وژنه غندلې ده او سخته خواشينې یې پرې څرګنده کړې. نوموړي د ترهګرو پر وړاندې د چټکو او موثرو ګامونو د پورته کولو امر کړی دی.
هغه وويل: «ترهګرو يو ځل بيا د بې وزله مزدورانو په نخښه کولو سره سخت ظلم کړی دی. د ترهګرو اجنډا د پاکستان بې ثباته کول دي چې عام بې وزله مزدوران د نرم هدف په توګه په نخښه کوي. ترهګر ډارن دي.»
هغه زياته کړې: «ترهګر به خپله جزا وويني، د هر يوه بې ګناه د قتل حساب به ورسره وشي، د بې ګناه انسانانو وينه به ضايع نه ځي.»
د کانونو پر کارکوونکو مخکې هم بريدونه شوي
د بلوچستان په کانونو کې پر کارکوونکو مزدورانو تر دې دمخه هم حملې شوي دي. د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ میاشت کې د بلوچستان د کچهي سيمې په مچ کې لس کسان تر تښتول کیدو وروسته وژل شوي ول. د دې بريد پړه د داعش ترهګرې ډلې منلې وه او وژل شوي کسان هزارګان ول.
بلوچستان ايالت د يو شمیر بيلتون غوښتونکو ډلو مرکز دی چې له پاکستانه د خپلواکۍ غوښتونکي دي. دوی تور لګوي چې د اسلام آباد فدرالي حکومت په تيلو او معدني موادو د غني ايالت بلوچستان استحصال کوي او د دې ايالت اصلي اوسيدونکي یې له پامه غورځولي دي.
د دوشنبې په ورځ د «بلوچ ليبرېشن آرمی» په نوم د بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلې ويلې ول چې د هېواد د تر ټولو ستر هوايي ډګر دباندې یې پر چينايانو برید کړی. په پاکستان کې په زرګونه چينايي وګړي د «يوه کمر بند او يوه سړک» د څو ميلياردي پروژې په ترڅ کې په کار بوخت دي.
د پاکستان د پوځ وړتيا تر پوښتنې لاندې راغلې
د «بلوچ ليبرېشن آرمي» يا بي. ایل. اې. تر دغې حملې وروسته، په پاکستان کې د يوې مهمې غونډې پر وخت د بهرنيو میلمنو د ساتنې په تړاو د پاکستاني پوځ د وړتياو په اړه هم پوښتنې راپورته شوي دي.
اسلام آباد په راتلونکې اونۍ کې د شنګهايي د همکاريو سازمان د سرمشریزې کوربه دی. چارواکو په پلازمينه کې کلک امنيتي تدابير نيولي او د ترهګرۍ د هر ډول پېښې د مخنيوي په موخه یې د امنيت ټينګولو چارې پوځ ته ور سپارلې دي.
د کورنيو چارو وزير د پاکستان د څلورو ايالتونو د امنيتي تدابیرو د لا پسې ټينګولو خبر ورکړی وو ځکه دا اندیښنه موجوده ده چې بيلتون غوښتونکې ډلې او يا پاکستاني طالبان پر ملکي ځایونو او يا دولتي تاسيساتو بريدونه ترسره کولی شي.
ب. ص/ ن. ز (afp, dpa)