آلمان: په بس کې د چړې برید کې ۶ تنه ټپیان شوي
۱۴۰۳ شهریور ۱۰, شنبهد پولیسو په وینا دغه برید د جمعې (د ۲۰۲۴ کال د اگست ۳۰مه) په ماښام د آلمان د کولن ښار په شرقي سیمه کې پروت د زیګن په ښار کې شوی دی. په دغه بس کې چې شاوخوا ۴۰ تنه پکې سپاره ول، یوې آلمانۍ ښځې چې د کډوالې ریښه نه لري پر سپرلیو د چړې برید کړی چې پکې د پولیسو په حواله شپږ تنه ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي چې په ټپیانو کې د شپږو تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.
پولیسو او څارنوالانو ویلي چې شپږ ټپیان د ۱۶ او ۳۰ کلونو ترمنځ دي او ټول د همدې سیمې اوسېدونکي دي. د شنبې تر سهار پورې، له ټپیانو څخه درې تنه یې تر درملنې وروسته له روغتون څخه وتلي وو. ځايي چارواکو د برید سربیره هم یاد فستیوال ترسره کړ.
په سیګن کې د چاقو دغه برید یوه اونۍ وروسته له هغه کیږي چې د د همدې نارد راین ویست فالن ایالت په زولینګن ښار کې د چړې په یوه برید کې درې تنه ووژل شول. د زولینګن په برید کې چې د اسلامي دولت ډلې اړوند یوه شکمن غړي سوریايي غړی کړی وو، په دغه هیواد کې د مهاجرت او د مجرمو کډوالو د اخراج په هکله بحثونه را وپارول.
پولیسو ویلي چې په زیګن ښار کې برید کوونکي ښځه یې نیولي او زیاتوي چې دغه ښځه آلمانۍ ده چې د کډوالۍ ریښې نه لري.
آژانسونه / خ.ح / ا.و.ا