یو سړی د يوې مور او لور د وژلو په تور په عمري بند محکوم سو
۱۴۰۱ فروردین ۱۶, سهشنبهنوموړی سړی په دې تورن وو چي وژل سوې ښځه یې ۳۷ واره په چاړه وهلې ده او وروسته یې د هغې ۹ کلنه لور هم وژلې ده.
د برلین ایالتي محکمې د دوشنبه په ورځ نوموړی ۳۴ کلن د دوو قتلونو او غلا ته د هڅي په تور چي وژونکي عواقب یې درلودل، مجرم وباله. سربیره پردې قاضیانو د هغه جرم ډېر ځانگړی ارزولی دی چي پس له ۱۵ کلونو د هغه مشروط آزادیدل تقریباً ناممکن کوي.
د قاضیانو د هیئت رئیسې، سلویا بوش وویل چي محکمه پس له ۱۸ میاشتو ارزونو وروسته دې نتیجې ته ورسیده چي «پرته له تورن کس څخه بل هیڅ څوک د دغه وحشتناکه عمل مسئول نه دی.»
د محکمې په خبره، ۳۴ کلن تورن کس چي د موټرانو میخانیک وو او د وژل سوو کسانو په څیر افغان دی، په دې فکر وو چي د گاونډي کور په کانکریتي دیوالو کي ډیري پیسې پټي دي. دغه سړی چي د دریو کوچنیانو پلار دی، په وار وار قمار واهه او پیسې یې بایللې.
قاضیان دې نتیجې ته رسیدلي دي چي نوموړي کس د ډېر حرص او د یوه بل جنایت د پټولو په هدف دغه مور او لور وژلي دي.
د دغه سړي مدافع وکیلانو اعلان کړی دی چي له سره غور کولو له پاره به درخواست ورکړي. هغوی زیاته کړې چي د محکمې دغه حکم یوه تیروتنه ده او د هغه د برائت غوښتنه یې کړې ده.
د مدافع وکیلانو په خبره، د هغوی مؤکل د داسي یوه ویروونکي او له عصبانیته ډکه جرمي عمل د ترسره کولو له پاره هیڅ ډول انگیزه نه درلوده.
GP/NZ/AG