تر ۳ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي
۱۴۰۲ خرداد ۹, سهشنبهد طالبانو ادارې د کډوالو چارو وزارت وايي، ۳زره او ۱۸۶ افغان کډوال تېره ورځ (د ۲۰۲۳ میلادي کال د مۍ ۲۹مه) د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
ددغه وزارت په ټویټرپاڼه لیکل شوي: «د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې ۸۸۲ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.»
د طالبانو د کډوالو چارو وزیر ویلي چې راستانه شویو کډوالو لپاره د کاري زمینو برابرولو پلان ترلاس لاندې لري.
هغه ددغو افغان کډوالو تر راستنېدو یوه ورځ وړاندې پر نړېوالو غږ کړی وو چې افغانانو سره بنسټيزې مرستې وکړي.
اړوند مطالب:له ایران څخه په یوه میاشت کي ۶۴ زره افغان کډوالو ایستل شوې
طالب چارواکي داسې مهال له ایرانه د زرهاوو افغان کډوالو د راستنېدو اعلان کوي، چې ددې ډلې په واکمنېدو سره افغانستان کې بې وزلي ډېره شوې او د بې کاری کچه هم ورځ په ورځ لوړیږي.
د خوړو نړېوال پروګرام یا WFP یو تازه رپوټ ښيي چې د نړۍ په اتلسو هېوادونو کې چې افغانستان هم په دې نوملړ کې شته، لوږه او بې وزلې د ډېرېدو په حال کې ده.