افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو د تلفاتو تر ټولو لوړ رقم لري
۱۴۰۱ خرداد ۸, یکشنبهد رسمي شمیرو له مخې په تیرو څلورو ورځو کې د ناچاودي مهماتو په پيښو او بریدونو کې ۱۹ تنه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د طالبانو د پولیسو ویاند عبیدالله عابدي، له آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې د کندز ولایت په باغ میر سیمه کې دوو ماشومانو په داسې حال کې چې د هوان له یوه ناچاودلي مرمۍ سره یي لوبې کولې د انفجار په پایله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دغه پيښه کې یو بل ماشومان ټپي شوی هم دی.
یونیسف یا د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي دي چې ۱۶ نور ماشومان په کابل او مزار شریف ښارونو کې د چهارشنبې ورځې په بریدونو کې وژل شوي دي. په دغو بریدونو کې د دری ميني بسونو مسافر او د یوه جومات لمونځ کوونکي په نښه شوي وو.
یوه ورځ مخکې تر هغې په روزګان ولایت کې یو بل ماشوم د چاودیدونکو موادو د انفجار په نتیجه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د جمعې په ورځ په افغانستان کې د یونیسف استازي محمد آګ آیویا، په دغه هیواد کې د ماشومانو پر وړاندې «شدیدو تخلفاتو» ته د پای ايښودلو غوښتنه وکړه. په دغه هیواد کې دوامداره بریدونه او د تیرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو پاتې شونو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته ډیر زیانونه اړولي دي.
آیویا وویل: «ماشومان نه باید د لویانو د جنګونو بیه پرې کړي. تل باید د ماشومانو ساتنه وشي.»
په تیرو څو میاشتو کې د یو لړ پرله پسې چاودنو په پایله کې چې په کابل کې په یو روزنیز مرکز او یوې لیسې رامنځته شول لږ تر لږه ۹ تنو ماشومانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او لسګونو نور ټپیان شول.
د یونیسف د رپوټ پر بنسټ، افغانستان له ۲۰۰۵م کال را په دیخوا تر اوسه پورې د ماشومانو د وژل کیدو له تر ۲۸۵۰۰ ډیرو پيښو سره په نړۍ کې د ماشومانو د تلفاتو تر ټولو لوړ رقم لري.
آژانسونه: ش.ن/ ا. و. ا