د ایران هوايي حریم محدودیدل؛ د پروازونو مصارف لوړ شوي
۱۴۰۳ مهر ۱۳, جمعهپه دې وروستیو کې د اسرائیل او ایران ترمنځ تر شخړو وروسته، اوس هوايي شرکتونه د ایران له هوايي حریمه کمه استفاده کوي. د فلایټ راډار ۲۴ په حواله چې د الوتکو د پروازونو په هکله معلومات راټول او خپروي، د هوايي شرکتونو له لوري د ایران له هوايي حریمه د کمې استفادې له کبله د پرواوزنو وخت اوږد شوی او د الوتکو د تیلو مصارف هم لوړ شوي دي. هوايي شرکتونه پر ایران د اسرائیل د ځوابي برید له ويري د دغه هیواد له هوايي حریمه کمه استفاده کوي.
د تیر میلادي کال راهیسې په منځني ختیځ کې د کشمکشونو له کبله هوايي شرکتونه هم له ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې له کبله یې وخت نا وخت هوايي شرکتونه د پروازونو د خوندیتوب له پاره اړ شوي د پروازونو په مسیر کې تغیرات راولي.
د فلایټ راډار ۲۳ شرکت ویاند ایان پیچینیک وویل: «ډېر شرکتونه د ایران له هوايي حریم څخه استفاده نه کوي او د اسیا پر لور د پرواوزنو له پاره د اذربایجان، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان له مسیرونو کار اخلي او د جنوبي مسیر په برخه کې د مصر او سعودي عربستان هوايي حریم استفاده کوي.»
په ورته وخت کې د هوايي چلند یو شمیر شرکتونو ویلي دي چې پر اسرائیل باندې د تیرې سې شنبې ورځې تر توغندیزو بریدونو وروسته چې په لومړیو ساعتونو کې ګڼ شمیر پروازونه لغو او ځنډیدلې ول، بیرته یې په عادي ډول پروازونه پیل کړي دي.
بل لوري ته د چهارشنبې په ورځ ناوخته د آلمان د هوايي چلند شرکت لوفتانزا وویل چې دوی به د عراق کردستان او اربیل ته بیرته پروازونه پیل کړي، خو زیاتوي چې د دې پروازونو له پاره د عراق له هوايي حریمه د امکان تر حده کمه استفاده وشي.
دغه آلماني شرکت زیاته کړې ده چې له پنجشنبې ورځې راهیسې د اردن د هوايي حریم څخه په استفادې سیمې ته خپل پروازنه بیرته پیل کړي دي. د دغه شرکت په حواله، د اوس وخت له پاره به تهران، بیروت او تل ابیب ته د لوفتانزا شرکت پروزانونه لغو پاتې شي.
رویترز / خ. ح / ن.ز