غنم؛ د نړۍ د دې ارزښتناکه بوټي په هکله هغه څه چې باید پرې وپوهیږئ
په نړۍ کې له غنمو پرته هیڅ څه هم د تغذیې له پاره دومره مهم نه ګڼل کیږي. غنم چې ترې ډوډۍ پخیږي، د نړۍ د نیږدې ۲۰ سلنه کالوري د تغذیې سرچینه ګڼل کیږي. د غنمو په هکله په زړه پورې او مهم معلومات دلته ولولئ.
د غنمو نه کارول امکان نه لري
له وربشو وروسته غنم د بشریت له پاره یوه تر ټولو پخوانۍ غله ده. د دې بوټي وحشي بڼه احتمالاً ۸ یا ۱۰ زره کلونه پخوا د عربستان د ټاپو په شمالي برخو او همدا راز په عراق، ایران، سوریه او عربستان کې راټولیده او په دې سیمو کې یې کرکیله کیده.
یوه دانه خو په اصل کې دوه دانې
په اروپا کې د لومړي ځل له پاره د «یودانه يي» او «دوه دانه يي» غنمو ډولونه د مدیترانې په سیمو کې کرل شوي دي. هغه مهال به غله دانې په ښه ډول ذخیره کیدې او خلکو به د ژمې په موسم کې د تغذیې له پاره ترې کار اخیست. «یو دانه يي» او «دوه دانه يي» غنم داسې غنم دي چې یو له بل سره نښتي دي او اصلاح شوې بڼه یې بیا له پوستکې پرته روزل کیږي تر څو د پروسس له پاره یې کارونه اسانه شي.
په مصر کې د ډوډیو پخلنځی
مصر په نړۍ کې د غنمو له اړخه یو له مهمو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. مصریانو له نن څخه نیږدې شپږ زره کلونه پخوا د غنمو د ساتلو له پاره ځانګړې خونې او ګودامونه جوړ کړي وو.
په نړۍ کې یوازې جوار له غنمو ډیر کرل کیږي
په ټوله نړۍ کې غنم په پراخه کچه کرل کیږي. په ۲۰۲۰م کال کې په ټوله نړۍ کې نیږدې ۷۶۰ میلیون ټنه غنم کرل شوي وو. په دې ترتیب سره تر جوارو وروسته غنم دوهمه هغه غله دانه ده چې ډیر کرکیل لري. روسیه، امریکا متحده ایالات، کاناډا، فرانسه او اوکراین په نړیواله سطحه د غنمو ستر صادروونکي هیوادونه دي.
تر ټولو خوندوره ډوډۍ
د کاموت ډوله یا د «خراسان غنم» په لومړیو کې د ایران په شرقي سیمو او د اوسني افغانستان په غربي سیمو کې کرل کیدل. د دغه ډول غنمو دانې د عادي غنمو په پرتله دوه برابره سترې دي. په افغانستان کې د غنمو ډوډۍ هم یو له اصلي خوراکونو څخه شمیرل کیږي.
د اسهامو په نړیوال بازار کې د غنمو ارزښت
د نړۍ د اسهامو په بیلابیلو بازرانو کې غنم معامله کیږي. که چیرته یې بیې لوړې شي، په نړیواله کچه یې اغیز معلومیږي. د غنمو پر نړیوال بازار تر ټولو ډیر څلور شرکتونه ډیر واک لري او په هغوی کې درې امریکايي شرکتونه آرچر دانییلز میدلند، بانج او کارګیل امریکايي شرکتونه او د لويي دریفوس په نامه فرانسوي شرکت شامل دي. دغه شرکتونه د نړۍ د نیږدې ۷۰ سلنه غنمو بازار په لاس کې لري.
د غنمو مختلف ډولونه
په ټوله نړۍ کې د اقلیم او د خاورې کیفیت ته په کتو سره د غنمو بیلابیل ډولونه کرل کیږي. اسپلټ ډوله غنم چې د آلماني غنمو په نوم هم شهرت لري، په منځنیو قرنونو کې په اروپا کې د خوراک تر ټولو مهمه سرچینه شمیرل کیده. په تیرو وختونو کې د غنمو دغه ډول، د اقلیمي لاملونو له کبله حاصل ته تر رسیدو وړاندې راټولیدل او ساتل کیدل.
فصلي غنم
غنم د کال په مختلفو فصلونو کې کرل کیږي او د ژمي یا اوړي د غنمو په نامه هم پیژندل کیږي. د ژمي غنم د نړۍ د حاصلاتو ستره برخه جوړوي او د تودوخې د منفي ۲۰ درجې د تحمل وړتیا لري. دغه ډول غنم په اروپا کې د اکتوبر په میاشتو کې کرل کیږي چې هوا په دغه میاشت کې سړه وي. د اوړي غنم بیا په سړو سیمو کې کرل کیږي او تر ډیره پورې د پسرلي په موسم کې یې کرکیل پیلیږي.
کلک او نرم غنم
کلک غنم ډیرې تودوخې ته اړتیا لري او تر ډیره په عربي نړۍ او د مدیترانې په سیمو کې کرل کیږي. د مکروني مختلف ډولونه له همدې ډول غنمو تولیدیږي. خو نرم غنم چې د بذري غنمو په نامه هم شهرت لري د ډوډۍ د غنمو په نامه هم یادیږي او په نړیواله کچه ډیر کارول کیږي. دغه ډول غنم تر ډیره پورې په داسې سیمو کې کرل کیږي چې معتدل اقلیم ولري. له نرمو غنمو څخه تر ډیره پورې د ډوډۍ، کیک او کلچو له پاره کار اخیستل کیږي.
نشایسته، پروتین او ویتامین
د غنمو د دانې بیرونی پوست د ویټامین بي او اي او معدني موادو مهمه سرچینه بلل کیږي. غنم تر ډیره نشایسته یا کاربوهایدریت لري او ۱۴ سلنه یې بیا پروتین تشکیلوي. د غنمو دانې داخل بیا غوړ اسیدونه، معدني مواد او ویټامینونه هم لري.
د غنمو ژنونه له انساني ژنونو ډیر دي
د اصلاح شویو غنمو په کرلو سره، د غنمو ژنوم یا جینیتیکي معلومات درې برابره کړل شوي وي. نن ورځ د غنمو کروموزمونه شپږ برابره لوړ کړل شوي او دغه غله له ۱۰۰ زرو ډیر ژنونه لري. دا په دې معنی چې د غنمو دانه د انسان په پرتله پنځه برابره ډیر ژنونه یا جینونه لري. انسانان په خپلو حجرو کې شاوخوا ۲۳ زره بیلابیل ژنونه یا جین لري.