آلمان: افغانستان ته د کډوالو سفر بحثونه را پارولي
۱۴۰۳ مرداد ۲۷, شنبهپه آلمان کې د میشتو یو شمیر افغان کډوالو له لوري افغانستان ته سفر په دغه هیواد کې د مهاجرت په اړه بحثونه را پارولي دي. د کډوالو د توافقاتو له پاره د آلمان ځنګړي استازي، یواخیم سټامپ، په آلمان کې میشتو کډوالو ته خبر داری ورکړی چې خپلو اصلي هیوادونو ته د دوی سفر کیدی شي د دوی د کډوالۍ قانوني حالت له خطر سره مخامخ کړي.
سټامپ د بیلډ په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي: «آلمان باید نړۍ ته خپلې دروازې پرانیزې خو باید احمق نه اوسي.» د نوموړي په خبره، هغه کسان چې دلته [آلمان] کې یې د حفاظت غوښتنه کړې، او بیا د رخصتیو د تیرولو له پاره خپلو اصلي هیوادونو ته ځي، آلماني چارواکي باید دا ډاډمن کړي چې دوی سمدستي د حفاظت قانوني حالت له لاسه ورکړي او ونشي کولی چې په آلمان کې پاتې شي. بس همدومره.»
بل لوري ته د هامبورګ د کورنیو چارو وزیرې، انډي ګروټه د آلمان خبري آژانس ته ویلي چې هغه کډوال چې خپلو هیوادونو ته سفر کوي، هغه هیوادونو چې دوی هلته له تعقیب څخه ترې تښتیدلې دي، دا به خامخا د دوی د محافظ حالت هم تر پوښتنې لاندې راولي.
په آلمان کې دغه بحثونه وروسته له هغه را وپاریدل کله چې څو ورځې وړاندې د آر. ټي. ال په نامه د دغه هیواد یوه خصوصي تلویزیون افغانستان ته د افغان کډوالو د سفر په هکله راپور خپور کړ. په دغه راپور کې ادعا شوې وه چې د آلمان په شمالي هامبورګ ښار کې د سفر ځینې شرکتونه افغانستان ته د افغان کډوالو د سفر سهولتونه وړاندې کوي. د هامبورګ د کورنیو چارو وزیرې ویلي چې که چیرته افغانستان ته د تګ له پاره لارې اسانه وي، نو بیا د اخراج په هکله هم امکانات موجود دي.
دا هم په داسې حال کې ده چې په آلمان کې د کډوالو فدرالي ادارې یا بامف ویلي چې د کډوالو اصلي هیوادونو ته د دوی سفر په ځینو ځانګړو شرایطو کې مجاز دی او په دې اړه یې د کورنۍ د نیږدې غړي ناروغي او یا مرګ د بیلګې په توګه یاد کړي دي.
خ.ح / ا.و.ا