You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
انګلا ميرکل
انګلا ميرکل له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۲۱م کاله پوري د آلمان صدراعظمه وه.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
د آلمان پارلمان د یونان د مرستو پلان تایید کړ
د آلمان فدرالې شورا یا بوندستک له یونان سره د مالي مرستو پر سر د خبرو اترو پیلیدو ته مثبته رایه ورکړه.
ویرونکی اسلامپاله ترهگري
ویرونکی اسلامپاله ترهگري
میرکل: یونان باید نوي وړاندیزونه وکړي
یونان باید د روانې میلادي میاشتې تر پای پورې نړیوال وجهي صندوق ته ۱،۵ میلیارده یورو قسط ادا کړي.
انځورونه: د نړۍ لس قدرتمني ښځي و پيژنئ
ميرکل د پنځ وار له پاره د نړۍ قدرتمنه ښځه نومول سوې ده.
له حیواناتو سره د میرکل نه لیدل شوي انځورونه
د آلمان صدراعظمه انګيلا میرکل، له حیواناتو سره خاصه مینه لري. که څه هم هغه یوه سیاستواله ده خو له حیواناتو سره خپله علاقه تل څرګندوي او له دې کاره یې هدف د محبوبیت جلبول، انتخاباتي مبارزه او د رایې تر لاسه کول نه وي.
میرکل مسکو ته ورسیده
د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، د یکشنبې په ورځ مسکو ته ورسیده چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د پخوانی شوروي د وژل شویو سرتیرو د یادون په مراسمو کې ګډون وکړي.
انگلا مېرکل جاپان ته په دوه ورځني سفر تللې
د اوو پرمختللو صنعتي هیوادونو، دولتونو او حکومتونو مشران د روان میلادي کال په جون میاشت کې آلمان ته راځي.
ميرکل یهودیانو ته د ساتني ډاډ ورکړ
ميرکل دغه څرگندوني له هغه وروسته کوي چي د اسرائيلو لومړي وزير په اروپا کي مېشت اسرائيليان خپل هيواد ته ورغوښتي دي.
ميرکل: د اوکراین کړکېچ پوځي حل نه لري
د آلمان صدراعظمه تر امريکا وروسته اوس کاناډا ته رسېدلې ده. هغې ويلي دي چي د اوکراين کړکېچ پوځي حل نه لري
په سپينه ماڼۍ کي اوږدې خبري
د آلمان صدراعظمه، کيف او مسکو ته تر سفر کولو وروسته له اوباما سره د خبرو اترو له پاره واشنگټن ته رسېدلې ده.
مېنسک کې د اوکراین د کړکیچ په هکله غونډه کیږي
د تیر کال د سپتمبر په میاشت په مېنسک کې د اوکراین د کړکیچ د غځیدو د مخنیوي له پاره پر یوه اوربند تفاهم رامنځ ته شوی وو.
میرکل: افغانستان د مرستو دوام ته اړتیا لري
د مونشن امنیتي کنفراس پر دویمه ورځ د آلمان صدراعظمې انګېلا مېرکل په خپله وینا کې د اوکراين د کړکیچ په اړه خبرې وکړي. هغې همداراز وویل چې له افغانستان سره به د نړیوالې ټولنې مرستې دوام پیدا کړي.
د اوکراین د سولې له پاره د میرکل او اولاند پلان
ميرکل او اولاند لومړی کيف ته سفر کړی او په پام کي ده چي نن د جمعې په ورځ به مسکو ته ورسږي.
ميرکل: د اسلام په نامه ترور دين ته سپکاوی دی
ميرکل د آلمان پارلمان ته په خپله دولتي وينا کي په دغه هيواد کي له ملسمانانو څخه پر دفاع باندي ټينگار وکړ.
ميرکل: اسلام د آلمان یوه برخه ده
دغه خبره د آلمان پخواني جمهور رئيس کريستيان وولف کړې وه او ميرکل تکرار کړه.
ميرکل: اروپا په گډه د خپلو ارزښتونو دفاع کوي
د آلمان صدراعظمي د نوي میلادي کال په مناسبت خپله وینا کې د اروپا پر وحدت ټینگار وکړ. ميرکل د«پيگیدا» اسلام ضد غورځنگ پر مظاهرو نیوکه وکړه. هغې زیاته کړه چې«اسلامي دولت» ډله د اروپایې ارزښتونو پر وړاندي پټکه ده.
میرکل او شریف د ترهگرۍ پر ضد پر گډې مبارزې ټینگار وکړ
اقتصاد او د تروریزم پر وړاندی گډه مبارزه په برلین کې د آلمان او پاکستان د صدراعظمانو د خبرو اترو اصلي موضوع وه. نواز شریف آلمان پانگونې ته وهڅوه او په د تروریزم پر وړاندې یې د مبارزې ژمنتیا څرگنده کړه.
د آلمان روزنيز ماموريت کېدای سي اوږد وي
د آلمان د «شپيگل» مجلې د راپور له مخي د دغه هيواد لومړۍ وزيري وايي چي د افغان امنيتي ځواک د روزلو ماموريت کېدای سي تر هغه ډېر دوام وکا، چي پلان سوی دئ. له ۲۰۱۵م کاله ناټو په پلان کي لري په افغانستان کي بل ماموريت پيل کي.
ميرکل: د روسۍ وسلو انتقال بايد بند سي
د آلمان صدراعظمه له روسي چارواکو څخه غواړي چي په ښکاره پوه سي چي آيا په اوکراين کي يې بېلتون غوښتونکو ته روزل سوي جنگياليان او زغره وال ټانکونه لېږلي دي که څنگه. دغه خبره هغې د اوکراین له جمهور رئيس سره کړې ده.
میرکل بيا له پوتین سره تليفوني خبري کړي دي
آلمان پر روسیې باندي خپلو فشارونو ته دوام ورکوي، څو په اوکراین کې پر روسي پلوه بېلتون غوښتونکو باندي خپل فشارونه ډیر کړي. له بلې خوا بیا روسیه غواړي پر لویدویځ باندي د بندیزونو له کبله متقابل فشار وارد کړي.
میرکل او اوباما بیا تیلفوني خبرې وکړې
په آلمان کې د متحده ایالاتو د جاسوسي کړیو تر بربنډیدو وروسته د برلین او واشنگتن تر منځ اړیکې یو څه سړې شوې وي. خو اوس ویل شوي دي چی صدارعظمې انگلا میرکل او ولسمشر بارک اوباما بیا یو له بل سره تیلفوني اړیکه نیولې ده.
میرکل او اوباما، د اوکراین د کړکیچ په هکله هم نظره دي
په سپینه ماڼۍ کې د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل او د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د اوکراین د کړکیچ په هکله د نظر د یووالي څرگندونه کړې. دواړو مشرانو په دیپلوماتیکه توگه د دغه کړکیچ پر حلیدو باندې ټینگار وکړ.
ميرکل امريکا ته خپل سفر پيل کړ
د آلمان صدراعظمه اوس په یوه دوه ورځني سفر په واشنگټن کې ده. د هغې سفر د اوکراین د کړکیچ او د امریکا د کورني امنیت ادارې د څارنیزي رسوایي تر سیورې لاندي راغلی دی. دا واشنگټن ته د NSA تر رسوایي وروسته د میرکل لومړی سفر دی.
په سختو شرايطو کي امريکا ته د ميرکل سفر
د آلمان صدراعظمي انگلا میرکل، امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی دی. امریکا ته د میرکل دغه سفر په اصل کې یوه بېړنۍ بڼه لري. د دې سفر د بحث اصلي موضوع به د اوکراین کړکیچ وي.
یونان ته د انگلا میرکل سفر
آتن ته د صدراعظمې مېرکل سفر د یونان د حکومت د «ملاتړ د یوې نخښې» په توگه ارزول کیږي. خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه هیواد پر اقتصادي بحران لا هم برلاس توب نه دی موندلی. میرکل د می پر یوولسمه آتن ته سفر کوي.
د لوی ايتلاف لومړۍ سل ورځي
په آلمان کې د لوی ایتلاف له رامنځ ته کیدو سل ورځي تیریږي. د میرکل CDU/ CSU گوندونه له سوسیال دیموکراتانو سره په پارلمان کې قوي اکثریت لري. د حکومت اپوزیسیون بیا په پارلمان کې قوي موقف نه لري.
ميرکل: د اوکرايین ارضي تماميت بايد تر پوښتني لاندي را نه سي
د آلمان لومړۍ وزيري انگيلا ميرکل خپل پارلمان ته په وينا کي وويل چي د اوکرايين د ارضي تماميت مسئله بايد تر پوښتني لاندي را نه سي. هغې دغه خبري له روسيې سره د کريميا د يوځای کېدو په اړه تر ټولپوښتني درې ورځي دمخه کړي دي.
ميرکل پارلمان ته د«ملت د وضعيت» بيانيه ورکړه
د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل، د چهارشنبې په ورځ د خپل هیواد پارلمان ته د «ملت د وضعیت بیانیه» واوروله. بیانیه د آلمان پر کورنيو مسايلو باندي متمرکزه وه.
میرکل او کرزی په تلیفون کې غږیدلي دي
د آلمان صدراعظمې له افغان ولسمشر سره د تلیفون پر کرښه خبرې کړې دي. میرکل او کرزي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د وضعیت او دا چې آلماني ځواکونه به تر کوم وخته پورې په افغانستان کې پاتې شي، په اړه غږیدلي دي.
اوباما، میرکل امریکا ته دعوت کړه
بارک اوباما، انگلا میرکل امریکا ته دعوت کړې ده. ښايي له دې سره اوباما د هغو جنجالونو د له منځه وړلو هڅه کوي چې د امریکا د استخباراتي سازمان له خوا د میرکل د تلیفون د څارنې له کبله رامنځ ته شوي دي.
ميرکل آلمانيان «زړورتوب» ته ور بللي
د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل، د نوي کال په وياړ خپله وینا کې آلمانیانو ته یو خوشبینانه پیغام واستاوه. هغې له خپلو هیوادوالو څخه غوښتي دي چې د آلمان له پاره د لاسته راوړنو په رامنځته کولو کې مخکښ و اوسي.
ميرکل بيا د آلمان لومړۍ وزيره وټاکل سوه
د آلمان د ايتلافي حکومت د قرارداد ترلاسليکولو وروسته لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل بيا صدراعظمه وټاکل سوه. مېرکل له ۲۰۰۵ کال راهيسي د دغه هيواد صدراعظمه ده. لکه څرنګه چي يې تمه کېده هغې ته په لوی اکثريت سره رايي ورکړل سوې.
«سپینې ماڼۍ پر میرکل احتمالي څارنه درولې وه»
وال ستریت ژورنال د دوشنبې په ورځ د لوړپوړو امریکایي چارواکو په حواله ویلي دي چې سپیني ماڼۍ د NSA له خوا د يو شمېر نړیوالو مشرانو د څارنې په اړه د معلوماتو تر ترلاسه کولو وروسته دغه پروگرام درولی وو.
آلمان او فرانسه له امریکا سره خبرې اترې کوي
فرانسه او آلمان غواړي له واشنگټن سره د استخباراتي اړیکو پر سر خبرې اترې وکړي. دغه پریکړه د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل د تلیفون د څارل کیدو په اړه تر تورونو وروسته ونیول شوه.
ایا امریکا د میرکل گرځند تلیفون څارلی دی؟
امریکا هغه رپوټونه رد کړې دي چې د ملي امنیت استختباراتي ادارې (NSA) د آلمان د صدراعظمې ګرځنده تلیفون څارلی دی. خو ښايي تر دې ادعا وروسته میرکل د امریکا د څارنیزو پروگرامونو په اړه د لا جدي اقداماتو غوښتنه وکړي.
سوسیال دیموکراتان د میرکل له ګوند سره د حکومت پر جوړولو خبرې کوي
د آلمان سوسیال دیموکراتانو د یوې غونډې په ترڅ کې پر دې خبرې باندې موافقه وکړه چې د انګلا میرکل له مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو سره د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر خبرې وکړي.
د میرکل بریا په رسمي توگه اعلان شوه
د انګلا میرکل مسیحي دیموکرات د آلمان پارلماني ټاکنې وګټلې خو د هغې د خوښې ایتلافي ګوند پارلمان ته په لارموندلو و نه توانیدی. رسمي پایلې ښيي چې د میرکل ګوند په یوازېتوب اکثریت نه شي پوره کولای.
ميرکل مخ پر وړاندي ځي خو له يوه نوي سياسي ملگري سره
د مسیحي دیموکراتانو او آزاد دیموکراتانو ائتلاف ماته وخوړه، ځکه د لومړنیو پایلو له مخې آزاد دیموکراتان د پنځه سلنه رایو په گټلو نه دي توانیدلي. د دويچه ويله د خپرونو مشره اوتو شيفر په دې اند ده چي سياست بدلون موندلی.
د پارلماني ټاکنو لومړۍ پايلي د ميرکل په گټه دي
د لومړنیو پایلو له مخې د آلمان مسیحي دیموکرات ګوند (CDU) د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې ۴۲ سلنه رایې ګټلې دي. په دې ترتیب سره دغه گوند د ۲۰۰۹ کال په پرتله ډیرې رایې خپلې کړې دي. تر CDU وروسته د سوسیال دیموکراتانو گوند دی.
ميرکل د دريم وار صدراعظمه
کله چې انگلا میرکل په ۲۰۰۵ کال کې د لومړي ځل له پاره د آلمان د صدراعظمې په توگه وټاکل شوه، داسې پوښتنې موجودې وې چې آیا هغه د دغې دندې د پرمخ بېولو توان لري او که نه هغه وخت ډیرو لږو کسانو فکر کاوه.
د ميرکل گوند په ټاکنو کي مخکي دی
د آلمان د اوسنۍ صدراعظمي انگلا میرکل، گوند مسیحي دیموکرات (CDU) د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې د پام وړ رایې وکټلې خو د متحدینو برخه لیک یې لا روښانه نه دی. اوس نو د یوه رامنځ ته کیدونکي ائتلاف په اړه نوي بحثونه رامنځ ته شول.
یو ځل بیا میرکل، خو له چا سره؟
د آلمان په پارلماني ټاکنو کې د انگلا مېرکل د بيا ټاکل کیدو ډیر احتمال شته. خو پوښتنه دا ده چې د هغې ګوند CDU به له چا سره حکومتي اييتلاف جوړ کړي. ډېري آلمانيان د CDU او SPD گوندونو تر منځ یوه اييتلاف ته ترجيح ورکوي.
د ميرکل او شتاين بروک د تلويزيوني مناقشې څرنگوالی
د آلمان لومړۍ وزيري انگلامېرکل او په پارلماني ټاکنو کي د هغې سيال کانديد پېر شتاين بروک د يکشنبې په ماخستن یوه تلويزيون مناظره تر سره کړه. کارپوهان وايي چي دواړو ښه دلايل وړاندي کړل.
میرکل د« دخاو» له کمپ څخه لیدنه وکړه
د آلمان لومړۍ وزیرې انګلا میرکل، د نازیانو د اجباري کار او ځورونې له کمپ «دخاو» څخه لیدنه وکړه. میرکل د نازیانو د ظلم او تیري څخه له بچ پاتې شویو کسانو سره د لیدنې تر څنګ په هغه وخت کې د وژل شویو کسانو یادون هم وکړ.
ميرکل د څارنيز پروگرام په اړه څومره معلومات لرل؟
د آلمان د پارلمان یوه څارونکې کمیټه به اوس په دې اړه څېړنې وکړي چې د میرکل حکومت تر کومي اندازې پورې د امریکا متحده ایالاتو د تلیفوني او انترنتي اړیکو د څارنیز پروګرام په اړه معلومات لرل.
ميرکل له امريکا څخه د رښتني ژمني تمه لري
د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل، هیله لري چې امریکا متحده ایالات د معلومات د راټولو په برخه کې آلماني قوانین مات نه کړي. یوې آلمانۍ ورځپانې ویلي دي چې د دغه هیواد استخباراتي ادارې په کلونو له امریکا څخه مرسته غوښتې وه.
په برلين کي د اوباما او ميرکل ليده کاته
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما او د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل په برلين کي سره وليدل او د خپلو هيوادنو د اړيکو او دغه راز د افغانستان او سوريي په گډون پر نړيوالو موضوعاتو خبري وکړې.
ميرکل: په افغانستان کي اصلاحات اړين دي
د آلمان لومړۍ وزيره د خپلو ځواکونو د لېدو له پاره افغانستان ته تللې ده. ميرکل په بغلان کي د يوه آلماني عسکر تر وژل کېدو نژدې يوه اوونۍ وروسته افغانستان ته سفر کوي.
ترکيې ته د ميرکل د سفر دوهمه ورځ
ترکيې ته د انګيلا ميرکل سفر د پاتریوت په نامه دفاعي توغندیو د د ستګاوو له لیدنې څخه پیلیږي. ميرکل به د ترکيې له لومړي وزیر اردغان سره په اروپايي اتحاديه کې د غړیتوب پر هڅو هم خبرې وکړي.
میرکل د لاتینې امریکا هیوادونو په غونډه کې ګډون کوي
مخکينۍ پاڼه
د 9 پاڼو څخه 7
بله پاڼه