ایران کې افغان مهاجر د اخراج په پرله پسې بېره کې ژوند کوي
۱۴۰۳ آبان ۱۹, شنبهمحمد نعیم نور په اسانۍ له کوره د وتلو جرأت نه شي چې کولی. هغه یوازې د ځينو مهمو کارونو، لکه د کور سودا او کار ځای ته له تلو پرته نور له کوره نه وځي. قاسمې درې کاله مخکې ایران ته تللی او اوس له دغه هېواده د اخراج په بېره کې ژوند کوي.
تېرکال وروسته له هغې چې پاکستان له دغه هېواده د ملیونونو افغان مهاجرو د ډلیز اخراج بهیر پيل کړ، اوس ایران هم د اسلام آباد له دغه اقدامه پیروي کوي. د ایران حکومت په پام کې لري چې د ۲۰۲۴م کال تر پایه شاوخوا دوه ملیونه افغان مهاجر بېرته خپل هېواد ته وګرځوي.
قاسمي وايي تر اوسه څو ځله د ایران پولیس نیولی چې یوازې د واسطې او رشوت په ورکلولو ېې بېرته ورڅخه ځان راخلاص کړی دي: «موږ تل په دغه بېره کې یو چې پولیس مو پيدا او د اخراج کمپ ته مو انتقال کړي.»
اړوند: د ایران پولیس خلکو ته: د بې اسنادو مهاجرو د استوګنې په اړه مو خبر کړئ
د ملګرو ملتونو سازمان د ارقامو پر اساس، ایران کې نژدې ۴ ملیونه افغان مهاجر ژوند کوي چې دا د افغان مهاجرو د اوسېدو د لویو ټولنو څخه یوه ده. ایراني چارواکو بیا په وروستيو کې ويلي دي چې په دغه هېواد کې تر ۸ ملیونه پورې افغانان ژوند کوي.
اکثره دغه افغانان په افغانستان کې د وروستیو څو لسیزو جګړو او یا د اقتصادي ستونزو له کبله ایران ته مهاجر شوي دي.
ایرانيان له دغو افغانانو د ګډې ژبې په خاطر په مختلفو کارونو، له هغې جملې په ساختماني او کرهڼيزو چارو کې ښه هرکلی کوي او په لږ مزد ېې په کارونو ګماري. خو د دې باوجود په ایران کې مېشت ډېری افغانان د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
محمد قاسمي په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکنمېدو وروسته او په دغه هېواد کې د سخت اقتصادي بحران له کبله له خپلو شپږو ماشومانو سره د افغانستان له شمالي ښار مزارشریف څخه د ایران پلازمېنه تهران ته ولاړ. قاسمي او مېرمن ېې له هماغه وخت راهيسې د پستې د پروسس په یوه کارخانه کې کار کوي. هغه وايي: «موږ دلته له راتلو پرته بله چاره نه درلوده. په افغانستان کې ما له پاره هېڅ کار نه وو.»
اړوند: ایران شپږو میاشتو کې ۲۷۰ زره افغانان اخراج کړي
خو د ایران د انتظامي قواوو د مشر، احمد رضا رادان، تر اعلان وروسته، په ایران کې د افغان مهاجرو له پاره دغه کاري شرایط نور پای ته رسېدلی دی. رادان څو اوونۍ مخکې د ملیونونو کسانو له اخراجه خبر وکړ. هغه همدارنګه په ایراني شرکتونو کې د غیرقانوني بهرنيو افرادو ګمارل له قانونه سرغړونه وبلله.
په تهران کې حکومت په احتمال سره غواړي تر څو په دې ترتیب د ایران په خلکو کې امتیاز په لاس راوړي، ځکه په هلته د بیکارۍ د ډېرېدو یو لامل په دغه هېواد کې په لوړ شمېر کې د افغان مهاجرو موجودیت ګڼل کيږي.
حاضردمه هم په ورځ کې په سلونو او کله هم په زرونو افغانان له ایرانه اخراجيږي.
پهافغانستان کې د طالبانو تر بیاواکمنېدو راوروسته، په ایران کې له افغان مهاجرو سره چلند هم د پام وړ ناوړه شوی، ځکه له افغانستانه ایران ته د ملیونونو افغانانو له ورتلو سره جوخت د ایران اقتصادي وضعیت هم خراب شوی دی.
له دې علاوه په ایران کې د «اسلامي دولت» یا د داعش خراسان ډلې له خوا څو تروریستي حملې هم سبب شوی چې افغانانو پر ضد غوصې ډېرې شي. په انترنیت کې هم د افغان مهاجرو اخراج پلوه مطالب او د هغوی سره نفرت لرونکي محتویات لاس په لاس کيږي. په وروستو میاشتو کې د ایران په مختلفو ښارونو کې د افغان مهاجرو پر ضد څو پراخ اعتراضونه او خپلسرې حملې وشوې.
اړوند: ایران: په تېرو لسو ورځو کې ۱۴۰۰۰ افغان کډوال ایستل شوي
د ایران پارلمان حاضردمه د خارجیانو له پاره پر یو نوي قانون بحثونه کوي چې په هغه کې په ښارونو او ولایتونو کې د مهاجرو اعظمي حد په نظر کې نیول کيږي. د دغه قانون په اساس، په راتلونکې کې باید د ایران په ښارونو او ولایتونو کې د خارجیانو شمېر نباید د هغه ښار یا ولایت له درې سلنې زیات وي. که چېرته دغه قانون تصویب شي، اخراجونه به ډېر شي. د ملګرو ملتونو سازمان د ارقامو له مخې، په تېر ميلادي کال کې له ایرانه شاوخوا ۶۰۰زره افغانان اړ شوي چې له ایرانه ووځي.
د ایران وسله والو ځواکونو هم په وروستیو کې اعلان وکړ چې غواړي افغانستان سره پر سرحد د څه باندې ۷۰ کيلومتره اوږدو کې سرحدي دېوال احداث کړي. خو د افغانستان او پاکستان تر منځ تقریباً زر کیلومتري سرحدي دېوال ته په کتو، معلومه نه ده چې آیا دا ډول دېوال به د غیرقانوني مهاجرو د پام وړ اوښتو په کمښت کې مرسته وکړي او که نه.
(epd) si, af/mks/nz