اتریش په افغانستان کې د خپل یوه وګړي د نېول کېدو پخلی وکړ
۱۴۰۲ خرداد ۲۳, سهشنبهد اتریش بهرنیو چارو وزیر د یوې پوښتنې په ځواب کې منلې ده چې یو وګړی یې په مۍ میاشت کې افغانستان ته تللی ؤ او په هغه هېواد کې نېول شوی دی. دغه وزارت ټینګار کړی چې له تېرې څه مودې یې خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی و.
د اتریش د بهرنیو چارو وزارت د خوندېتوب په موخه د دغه کس نوم او په اړه یې له نورو جزیاتو ورکولو ډډه کړې، خو ویلي یې دي چې د دې قضیې له خبریدو سره سم د «یوې حل لارې په لټه کې دي» او د نېول شوي کس له کورنۍ سره په منظم ډول اړیکي لري.
د «سټنډرډ» په نوم یوې اتریشي ورځپاڼې چې په لومړي ځل یې په دې اړه رپوټ ورکړی، ویلي دي چې دغه کس ښی اړخی څو اتیا کلن بنسټپال دی چې د ښي اړخي ناسیونال دیموکراتیک بنسټپال ګوند یو له دوو بنسټګرانو څخه دی. د دغه ګوند پر فعالیت په ۱۹۸۸م کال کې بندیز لګېدلی.
دې ورځپانې ویلي دي چې دغه سړی څو اونۍ وړاندې د ښي اړخو په یوه مجله کې «طالبانو سره رخصتی» تر سرلیک لاندې د یوې مقالې تر خپرېدو لږ وروسته نېول شوی دی. ورځپاڼه زیاتوي چې دغه کس په مقاله کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند مثبت ارزولی.
اړوند مطالب:د آلمان د اردو افغان آلماني کارکونکی ایران ته د جاسوسي په شک نیول شوی
سټنډرډ ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې یاد کس د جاسوسی په تور نېول شوی او د اتریش نویو نازیانو د ټیلګرام په کانال کې دغه موضوع په ډاګه کړې.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې واک ترلاسه کړ.
د دې ورځپانې د رپوټ له مخې، نېول شوی کس یواځې د هربرت اف په نوم پيژندل شوی دی، له خطر ډکو سیمو ته یې د سفر لېوالتیا درلوده او په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې هم افغانستان ته سفر کړی و. هغه دغه راز، څو کاله وړاندې «اسلامي دولت» نومې ډلې پرضد جنګېدونکو کردي جنګیالیو سره د سوریې په شمال کې کتلي ول.