1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو پر زده کړو بندیز: پر طالبانو باندي د فشار غوښتنه

۱۴۰۳ شهریور ۲۹, پنجشنبه

په افغانستان کي له شپږم ټولگي پورته د ښځو پر زده کړو تر بندیز درې کاله وروسته،د بشري حقونو بڼسټونه د دغه ډول بندیز د لیري کولوغوښتنه کوي. د بخښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولني غوښتې چي پرطالبانو باندي لا ډېر فشار راولي.

https://p.dw.com/p/4kp6e
Afghanistan Mädchen und Frauen wollen unbedingt wieder zum Unterricht
انځور: ZOHRA BENSEMRA/REUTERS

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اگست کي واک ته له رسیدو سره،نجوني  په ثانوي مکتبونو او لیسو کي له زده کړو محرومې کړې.

دغې ډلې د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر مياشتي پر اولسمه د یوې بیانیې په خپرولو سره له نارینه زده کوونکو څخه وغوښتل چي مکتبونو ته ولاړ سي، خو ښځینه زده کوونکو ته یې مکتبونو ته د ورتگ اجازه ور نه کړه او دا دلیل یې راوړ چي د هغوی د زده کړو له پاره باید لومړی یوه ډاډمنه فضا رامنځته سي.

په متوسطه دوره او لیسو کي د نجونو پر زده کړو تر بندیز درې کاله وروسته، په دې برخه کي هیڅ ډول پرمختگ نه دی رامنځته سوی او د بشري حقونو بڼسټونه د دغو بندیزونو د لیري کولو غوښتنه کوي.

د افغانستان  له پاره د ملگرو ملتونو د بشري حقونو ځانگړي استازي ریچارد بنت، د چهارشنبې په ورځ د «زده کړې نه سي کيدای وځنډول سي.» په نوم کمپاین سره یو ځای سو، او د ایکس پر پاڼه یې ولیکل چي افغانستان په نړۍ کی یوازنی هیواد دی چي پکښي د نجونو ثانوي زده کړې منع سوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم دغه ډول محدودیت «ظالمانه» وباله او پر طالبانو باندي د نړیوالو فشارونو د عملي کولو غوښتونکی سو.

د بخښنې نړیوال سازمان  پر خپلي ایکس پاڼي ولیکل: «درې کاله وروسته، په داسي حال کي چي یو میلیون نجونې بیاهم د زده کړو په برخه کي له خپلو اساسي حقونو څخه محرومې دي، طالبان اوس دغه ظالمانه ممنوعیت یوه داخلي موضوع بولي.»

دغه سازمان ویلي دي:«له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند باید د بشریت پر وړاندي د جنایت او جنسیتي ځورونې په توگه تر ارزونې لاندي ونیول سي.»

د بخښنې نړیوال سازمان له نړیوالي ټولني څخه غوښتي دي چي پر طالبانو باندي د فشار راوستلو له پاره له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي:«نړیواله ټولنه باید له هر ډول فشار څخه کار واخلي تر څو پر طالبانو، د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ او درناوي، جنسیتي ځوروني ته د پای ته رسیدو، مکتبونو ته د نجونو د بیرته ستنیدو له پاره د فضا د رامنځته کولو او په اجتماعي، سیاسي او فرهنگي ډگر کي د ښځو د معنوي گډون له امله فشار راولي.»

دغه سازمان په سمنگان ولایت کي د یوې ښوونکې له خولې ویلي دي:«د معارف ټول نظام د نابودۍ او تیارې پر خوا په حرکت کي دی. موږ د نړیوالې ټولنې او غیر دولتي سازمانونو له یاده وتلي یو. اوس څوک نسته چي زموږ ږغ واوري. هغوی موږ یوازي پرې ایښي یو.»

په تیرو دریو کلونو کي په دوامداره توگه د طالبانو له حاکمیت څخه وغوښتل سول تر څو د ښځو پر وړاندي وضع سوي محدودیتونه لغوه کړي، خو طالبانو ویلي دي چي نړۍ باید د افغانستان په«داخلي چارو کي» لاسوهنه و نه کړي.

نیکولسن: د ښوونځیو ستونزه یوازې په کندهار کې حلیدای شي

یونسف: سږکال ۳۸ زره زده کوونکې د زده کړو له دوامه محرومیږي

د ماشومانو د ملاتړ په برخه کي د ملگرو ملتونو ادارې (یونسف) هم له ثانوي زده کړو څخه د افغان نجونو د درې کلن بندیز په مناست ویلي دي چي شاوخوا ۱،۵ میلیونه نجونې له زده کړو څخه محرومې دي.

یونسف ویلي دي چي سربیره پردې، هغه ۳۸ زره نجونې چي سږکال له شپږم ټولگي څخه فارغه سوې او نه سي کولای په ځینو ولایتونو کي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي، له دغه بندیز څخه اغېزمنې کیږي.

یونسف ویلي دي: «موږ به هیڅکله د دغو نجونو له ملاتړه لاس وا نه خلو. زده کړې د هر ماشوم حق دی، تر څو د یوې ښې راتلونکي له پاره خپلو هیلو ته ورسیږي.»

د ملگرو ملتونو دغه آژانس ویلي دي چي په روان کال کي د ۲،۷ میلیونو کوچنیانو د زده کړو چي یو میلیون یې نجوني دي، ملاتړ کوي.

د نجونو د ښوونځیو پر وړاندې پراته خنډونه څه دي؟

GP/NZ/Sirat