1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د غير قانوني وژنو د تورونو په اړه پلټنې

۱۴۰۲ فروردین ۲, چهارشنبه

د بريتانيا یوه ستر قاضي د چهارشنبې په ورځ په دې اړه خپلواکه پلټنه پيل کړه چې آيا د دغه هېواد پوځي پوليسو په افغانستان کې د بریتانوي پوځيانو د غير قانوني وژنې تورونه پټ کړي او څنګه.

https://p.dw.com/p/4P58W
Britisch Soldaten Afghanistan Fahrzeuge
انځور: picture alliance / dpa

د عامه څېړنو رئيس چې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو له خوا د غير قانوني وژنو د «ډېرو جدي» تورونو په اړه پلټنې کوي، د چهارشنبې په ورځ وویل چې هر هغه سرتېری چې له قانونه یې سرغړونه کړې، باید په اړه یې څېړنې وسي.

د دې خپلواکه پلټنو امر د ډسمبر په میاشت کې د بریتانیې د دفاع وزارت له خوا وروسته له هغې ورکړل سو چې د بي بي سي یوه مستند فلم په ډاګه کړه چې د هوايي ځواک ځانګړو سرتیرو تر شکمنو شرائطو لاندې ۵۴ کسان وژلي دي.

اړوند مطالب:بريتانوي پوځي سپي د هلمند ماموريت له کبله مډال وګاټه

دا حکم له هغې وروسته صادر سو چې دوو کورنيو چې د بریتانیې د هوایی ځواک لوړ پوړي سرتیري په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲م کال کې د خپلو خپلوانو په وژلو تورنوي، د خپلو دوسیو د څيړلو له پاره یې په قانوني اقدام پیل وکړ.

قاضي القضات چارلس هدن کیو د خپلواکې پلټنې د پېل پر وخت خبریالانو ته وویل: «هغه تورونه چې په دې پلټنه کې په پام کې نیول سوي، ټینګار کوو چې لا اوس یوازې د تورونو په مرحله کې دي - خورا جدي دي.»

یو بریتانوی سرتیری پوځې تمرین کوي
یو بریتانوی سرتیری پوځې تمرین کويانځور: picture alliance/empics

هغه وویل چې تحقیقاتو په ترڅ کې به وڅيړل شي چې آیا د بریتانوي اردو سرتیري د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳م کالونو ترمنځ  موده کې د «قصدي توقیف عملیاتو» په جریان کې په غیرقانوني کړنو کې ښکیل وو، او همدارنګه دا چې د غیر قانوني وژنو په اړه معتبر معلومات وجود لري او که نه.

اړوند مطالب:بریتانیا په افغانستان کې د جنګي جناياتو د ادعاو په اړه څېړنه کوي

دا به هم وڅیړل سي چې آیا د نظامي پولیسو تحقیقات په سمه توګه ترسره سوي او که نه، او آیا پر غیر قانونې وژنو پرده اچول شوې ترڅو د پیښو د روښانه کیدو مخه ونیسي.

هغه وويل: «دا ډېره مهمه ده چې هر هغه څوک چې قانون یې مات کړی وي، د څېړنو لپاره اړوندو چارواکو ته راجع کېږي.»

هغه زیاته کړه: «په هماغه اندازه هغه څوک چې هیڅ غلط کار یې نه دی کړی باید له تورونو څخه برائت ورکړل شي. دا د وسله والو ځواکونو او هیواد د وقار لپاره حیاتي ده.»

اړوندمطالب:د بریتانوي ځانګړو ځواکونو له خوا په افغانستان کې احتمالي جنګي جنایتونه

د بریتانیا پوځي پولیسو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو له خوا د ناوړه چلند د ادعاوو په اړه څو ځله څېړنې کړې دي، چې په کې د هوايي ځانګړو ځواکونو په اړه څېړنې هم شاملې دي.

خو د ملي دفاع وزارت وايي چې له دغو څېړنو څخه هېڅ یوه یې هم د دې لامل نه سوه چې کافي شواهد پیدا کړي څو یې پر مټ قانوني اقدام وشي.

ژباړه:صفت الله زاهدي  (Reuters)