لندن کې د افغانستان سفارت تړل کیږي
۱۴۰۳ شهریور ۱۹, دوشنبهپه بریتانیا کې د افغانستان سفارت د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۸) پر خپله اکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې د بریتانیا د حکومت له لوري د سفارت د بندولو تر غوښتنې وروسته به د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۷ په لندن کې د خپل سفارت دروازې وتړي.
په لندن کې د افغانستان سفارت له لوري دغه پریکړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر هغې پریکړې وروسته کیږي چې په یو شمیر اروپايي او نورو هیوادونو کې یې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو سره پریکون اعلان کړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څه موده وړاندې وویل چې دوی به د جولای میاشتې تر ۳۱ مې نیټې وروسته د بریتانیا په شمول په یو شمیر هیوادونو کې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو له لوري قونسلي خدمات ونه مني. طالبانو پر دغو سفارتونو او یو شمیر قونسلګریو تور پورې کړی وو چې دوی په خپلواکه توګه فعالیت کوي او دا چې د کابل هدایات نه مني.
په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یو شمیر هیوادونو کې د افغانستان سیاسي نمایندګۍ له دغه محدودیت څخه مستثنی کړي دي چې پکې په بلغاریا، چیک جمهوريت، آلمان، هالند او هسپانیا کې سفارتونه او قونسلګرۍ شاملې دي.
د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې، وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان کې یو ځل بیا واک ترلاسه کړ، د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ یا طالبانو ته سپارل شوي او یا یې هم د طالبانو د ادارې اطاعت پیل کړی دی.
د دغو پرمختګونو باوجود، په یو شمیر غربي هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو او قونسلګریو په خپلواکه توګه فعالیت کاوه او افغانانو ته یې قونسلي خدمات وړاندې کول.
د افغانستان اوسنی حکومت چې د طالبانو له لوري رهبري کیږي، د نړیوالې ټولنې له لوري پر نجونو او ښځو باندې د محدودیتونو د وضع کولو او یو شمیر نورو اقداماتو له کبله له پراخو نیوکو سره مخامخ دی. د طالبانو حکومت تر اوسه پورې د هیڅ هیواد له لوري په رسمیت نه دی پیژندل شوی او طالبان تل له نړیوالې ټولنې د خپل حکومت د رسمیت پیژندلو غوښتنه کوي.
آژانسونه / خ.ح / ن.ز