چین افغانستان ته د کرونا ۴۰۰ زره واکسینونه ورکوي
۱۳۹۹ اسفند ۱۱, دوشنبهافغان چارواکو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ لومړۍ نیټه) وویل چې چین افغانستان ته د سینوفارم په نامه د ۴۰۰ زرو واکسینو د ورکولو ژمنه کړې ده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د واکسیناسیون د څانګې مشر غلام دستګیر نظري رویترز خبري آژانس ته وویل: «په کابل کې د چین سفیر د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره په کتنه کې ژمنه کړې ده چې هیواد به یې افغانستان ته د کرونا ۴۰۰ زره دوزه واکسین په اختیار کې ورکړي.»
د چین د سینوفارم په نامه دغه واکسین د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري تائید شوی دی خو د نظري په خبره تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې دغه واکسین به کله افغانستان ته ورسیږي. نظري وویل چې د هند له لوري مرسته شوی واکسین تر اوسه پورې د هیواد په ټولو ولایتونو کې پر ۱۲ زره روغتیاي کارمندانو تطبیق شوی دی.
افغانستان تیره اونۍ د هند له لوري د مرسته شوي واکسین تطبیق پیل کړ او په پیل کې یې خبریالان، سرتیري او د روغتیا د برخې پر کارمندانو باندې تطبیق کړ. هندوستان څه موده وړاندې افغانستان ته په هند کې د تولید شوي استرازینکا په نامه کرونا ضد واکسین ۵۰۰ دوزه وسپارل.
بل لوري ته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د کواکس په نامه د کرونا واکسین د نړیوال پروګرام په چوکاټ کې به د نورو مخ پر ودې هیوادونو سربیره افغانستان ته هم د کرونا واکسین ورکړل شي.
د چارواکو په خبره، د دغه پروګرام پرمټ به د افغانستان د ټول ۳۸ میلیونه نفوس نیږدې ۲۰ فیصده خلک د کرونا ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.
په افغانستان کې تر اوسه پورې شاوخوا ۵۵ زره او ۷۳۳ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او د شمېرو له مخې له دې ډلې ۲۴۴۴ کسانو د کرونا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
چارواکي بیا وايي چې ښايي دغه شمیرې له دې هم لوړې وي ځکه ګڼ شمیر افغانان د کرونا آزموینې نه کوي او ګڼ شمیر ناروغان په خپلو کورونو کې تر درملنې وروسته رغیږي.
زموږ له آرشیف څخه: