1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: د غزې په بريد کي مو ۶ کارکوونکي وژل سوي

۱۴۰۳ شهریور ۲۲, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو په حواله په غزې تراډه کي پر يوه ښوونځي باندي د اسرائیل په بريد کي د فلسطیني کډوالو د آژانس "اونراوا" شپږ کارکوونکي وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4kXh2
د غزې تړانګه | د جوني پر ښوونځي د اسراییلو هوايي برید
د"الجونی" مکتب څو څو واره د اسرائیل د بریدونو هدف گرځیدلی انځور: Eyad Baba/AFP/Getty Images

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیریش، د چهارشنبې په ماښام ایکس کي څرگنده کړه: «هغه څه چي په غزې تراډه کي پیښ سول، په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي.» هغه زیاته کړه: «د وژل سوو کسانو په ډله کي زموږ د  "اونراوا" سازمان شپږ غړي شامل دي.»

 "اونراوا" څرگنده کړې ده چي تر اوسه پوري فقط د یوه برید په نتیجه کي د دغه مرستندویه سازمان دومره ډېر کارکوونکي نه وه وژل سوي. "اونراوا" د ایکس پر پاڼه لیکلي: «دغه ځای د شاوخوا ۱۲ زرو بې ځایه سوو په تیره بیا ښځو او کوچنیانو کور دی.»

اسرائیل د نصیرات په نوم مهاجرو په کمپ کي د ال جوني مکتب چي د  "اونراوا" سازمان له خوا ورڅخه د یوې عاجلې سرپناه په توگه کار اخیستل کیږي، تر برید لاندي راووست.

په غزې تراډه کي ملکي دفاع چي د حماس د سخت دریځي اسلامي ډلې تر کنترول لاندی ده، څرگنده کړې ده چي په دغه برید کي ۱۴ انسانان وژل سوي دي.

د اسرائیل  پوځ پر «ترهگرو» باندي له یوه «هدفمندانه برید» څخه خبره کړې ده، چي په خبره یې د مکتب په یوې ودانۍ کي د حماس د قوماندې په مرکز کي پټ سوي ول. په لومړي سر کي پوځ تر هدف لاندي کسانو او د دغه برید د نتیجې په هکله کوم څه نه وه ویلي. 

اسرائیل او د غزې په تراډه کي واکمنه د حماس ډله له یوولسو میاشتو راهیسي په جگړه کي دي. دغه جگړه د تیرکال د اکتوبر مياشتي پر اومه پر اسرائیل  باندي د حماس د یوه ستر برید په نتیجه کي پیل سوه. د اسرائیل په حواله له هغه راهیسي د حماس جنگیالیو او نورو فلسطیني وسله والو ډلو د اسرائیل په جنوب او ډیریو نورو سیمو کي ۱۲۰۵ انسانان وژلي او ۲۵۱ نور یې له ځانه سره غزې تراډي ته يرغمل تښتولي دي.

اسرائیل له هغه راهیسي د حماس برید ته د غبرگون په توگه په غزې تراډه کي سخت پوځي عملیات ترسره کوي. د حماس په حواله د دغو عملیاتو په نتیجه کي تر اوسه پوري څه د پاسه ۴۱ زره انسانان وژل سوي دي، خو دغه شمیرې په خپلواکه توگه تائید سوي نه دي.

GP/NZ/AG