1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م : طالبانو په امر بالمعروف قانون سره ځان نور هم منزوي کړ

۱۴۰۳ شهریور ۲۹, پنجشنبه

ملگرو ملتو ویلي دي چي د طالبانو د امر بالمعروف قانون د دغې ډلې اداره له نړیوال پلوه نوره هم منزوي کړه او په عین حال کي یې د دوحې پروسه چي د لا زیات تعامل له پاره وه، کمزورې کړې ده.

https://p.dw.com/p/4kpUb
Afghanistan Binnenvertriebene afghanische Frauen aus der Provinz Helmand
انځور: SHAH MARAI/AFP via Getty Images

ملگرو ملتونو ویلي دي چي د طالبانو ادارې دامر بالمعروف قانون به چي په اگست  میاشت کي خپور سو او تر سخت انتقاد لاندي راغی، دیپلوماټیکې اغیزې هم ولري.

د ملگرو ملتونو په حواله، طالبانو په دغه قانون سره ځان نور هم له دیپلوماټیکي پلوه منزوي کړی دی.

طالبانو د امر بالمعروف په قانون کي په تیره بیا د ښځو پر وړاندي مخکیني محدودیتونه لاپسې سخت کړل او حتی د ښځو  ږغ یې «عورت» بللی دی، چي هغه باید له کور څخه دباندي وانه وریدل سي.

په افغانستان کي د ملگرو ملتونو سازمان د مرستندویه پلاوي«یوناما» مشري روزا اوتنبایوا، د چهارشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کي په خپله وینا کي هغې غونډي ته په اشارې سره چي په جولای میاشت کي د طالبانو د استازو په گډون په دوحه کي جوړه سوې وه، وویل: «موږ هیله مند وو چي دغه زیگنال به د معنی لرونکو خبرو اترو د نوي فصل له پاره یو ښه پیل وي.»

د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړې استازې زیاته کړه: «»خو د  [امر بالمعروف] د اخلاقي څارنې د قانون تصویب د دوحې تر غونډي یو څه وروسته، دغه پروسه په قصدي او یا هم غیر قصدي ډول کمزورې کړه.»

د امر بالمعروف نوی قانون؛ د افغانانو ژوند به لا هم سخت کړي؟

اوتنبایوا زیاته کړه:«دغه قانون د ریښتیني تعامل په هکله یو منفي سیاسي زیگنال استوي، داسي یو زیگنال چي موږ نه سو کولای هغه له پامه وغورځوو.» هغې په دې هکله خپله اندېښنه وښودله چي د دغه قانون عملي کول د خلکو په منځ کي«د پام وړ بیره» رامنځته کړې ده.

طالبانو په اگست میاشت کي د خپل مشر ملا هيبت الله آخوندزاده، په امر یو نوی قانون اعلان کړ، چي د نورو ترڅنگ په عامه ځایونو کي د ښځو آزادي نوره هم محدودوي.

د دغه قانون له مخي ښځي باید د خپل مخ په شمول ټول بدن پټ کړي. دغه قانون له نارینه محرم پرته د ښځو سفر او له کوره د هغوی د ږغ اوریدل منع کوي.

د روانې میلادي میاشتې په لومړیو ورځو کي د ملگرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ډېر غړي د یوې اعلامیې په خپرولو سره دطالبانو  د دغه قانون د لغوه کولو غوښتونکي سول او د طالبانو له خوا د سیستماتیک جنسیتي تبعیض دوام اود ښځو  او نجونو سرکوبه کول یې وغندل.

تر اوسه پوري د نړۍ هیڅ هیوادد طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. د دغې ډلې اداره د نورو ترڅنگ له بشري حقونو په تیره بیا د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په دلیل په نړیواله سطحه منزوي سوې ده.

(dpa) gp/nz