ایران خپل د واکسین جوړولو دوهمه پروژه اعلان کړه
۱۳۹۹ بهمن ۲۱, سهشنبهد ایران د واکسین جوړولو له ملي کمیټې څخه مسعود سلیماني د دوشنبې په ورځ وویل: «موږ به په راتلونکو ورځو او یا هم لږ تر لږه په یوه اونۍ کي په آزموینو پیل وکړو».
په سیمه کي د کرونا له پاندیمي څخه دغه سخت اغیزمن سوی هیواد به د سه شنبې په ورځ د سپوتنیک په نوم روسیي واکسین، واکسيناسيون پیل کړي.
سلیماني وویل، د نوموړي واکسین د تطبیقولو په اوله مرحله کي به ۱۳ دواطلبانه چي عمرونه یې د ۱۸ او ۵۵ کلونو ترمنځ وي، نوموړی واکسین تر لاسه کړي.
د دسمبر په پای کي به ایران پر خپلو خلکو باندي لومړنۍ کلینیکي آزمویني پیل کړې.
ایران ته د واکسين لومړنۍ بسته د تیري پنجشنبې په ورځ له روسیې څخه ورسېده. دوې نوري به د فبرورۍ پر ۱۸ مه او ۲۸ مه باندي ورورسیږي. د عامي روغتیا وزارت په حواله ایران په مجموعي ډول په روسیه کي د کرونا واکسین دوو میلیونو دوزو ته فرمایش ورکړی دی.
د سپوتنیک V ترڅنګه به نوموړی هیواد په فبرورۍ میاشت کي د آسترازینکا کمپنۍ ۴،۲ میلیونه دوزه هم ترلاسه کړي.
په ایران کي تر اوسه پوري د څه د پاسه یو اشاریه څلور میلیونو اخته کسانو نومونه ثبت سوي دي.