1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونس خان د چمپینز ټرافي لپاره د افغان لوبډلې روزنکی ټاکل شوی

۱۴۰۳ دی ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۵ م کال د چمپینز ټرافي يا اتلانو جام سياليو لپاره د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی توپ وهونکی یونس خان د لنډ مهالي روزونکي او څارونکي په توګه ټاکلی دی.

https://p.dw.com/p/4owC5
 ارشیف انځور؛ ۲۰۲۴م کال شل اوریزنړیړوال جام
ارشیف انځور؛ ۲۰۲۴م کال شل اوریز نړیوال جامانځور: RANDY BROOKS/AFP

 

 د افغانستان کرېکټ بورډ نن، چهار شنبه «۲۰۲۵م کال د ډسمبر ۸» د ټولنیزو شبکو له خپلو رسمي پاڼو خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۵م کال د اتلانو جام چې ټاکل شوې په پاکستان کې او ځيني لوبې یې دوبۍ کې ترسره شي، د افغان لوبډلې د روزنې او څارنې لپاره یې د دغه هېواد پخوانی پیاوړی توپ وهونکی يونس خان د روزونکي په توګه ټاکلی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ له دې وړاندې هم ورته لنډ مهالي روزونکي ګمارلي وو.

Indien | ICC Men's Cricket World Cup 2023 | Pakistan - Afghanistan
ارشیف انځور؛ د ۲۰۲۳م کال د پنځوس اوریز نړیوال جام پر مهال د افغان لوبډلې د بریا شېبېانځور: Matthew Lewis/ICC via Getty Images

د افغانستان کرېکټ بورډ په ۲۰۲۳م کال کې د پنځوس اوریز نړيوال جام سياليو لپاره د کوربه هېواد  هند د ملي لوبډلې د منځ لیکې پخوانی پیاوړی توپ وهونکی اجی جدیجا او د ۲۰۲۴م کال د شل اوریز نړیوال جام لپاره د کوربه هېواد ویسټ انډیز پخوانی پیاوړی توپ اچوونکی ډي جی براو د لنډ‌مهالي روزنکي په توګه ټاکلی وو.

کرېکټ

د کرېکټ یو شمېر څارونکو او مینه والو د کرېکټ بورډ له یادې پرېکړې تود هرکلی کړی دی او په خبره یې چې په تیرو دوو نړیوالو جامونو کې ورته روزونکي د افغان لوبډلې لپاره ګټور ثابت شوي دي.

Cricket | Afghanistan - England
ارشیف انځور؛ د لوبې پر مهال افغان څارونکي او مینه والانځور: Money Sharma/AFP/Getty Images

د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي سیالۍ به د روان کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۵ نېټه پیل شي.

هيلۍ اسد د ژورنالیستې په توګه د افغانستان پر حالاتو څار او د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکول@HelayAsad1