عربي اماراتو ته د سفر په قوانینو کې بدلون راغلی
۱۳۹۹ آذر ۱۹, چهارشنبهمتحده عربي اماراتو په یوه تازه اقدام سره د خليج د همکاریو شورا د غړیو هیوادونو اتباع تر سفر وړاندې د کرونا له تيست څخه معاف کړي دي. په دغه شورا کې پر متحده عربي اماراتو سربیره، بحرین، کویټ، عمان او سعودي عربستان شامل دي.
په متحده عربي اماراتو کې د ګلف نیوز په نامه ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د تیرې یکشنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۶مه نیټه) د دبۍ هواي ډګر د کورنا وبا اړوند په وضع شویو محدودیتونو کې د تغیر اعلان کړی دی. د یادې ورځپاڼې له مخې، د دغو هیوادونو اتباع به اړ وي چې پخپله په متحده عرب اماراتو کې د کورنا تيست وکړي.
د متحده عربي اماراتو د چارواکو په خبره، دغه نرمښت یوازې د هغو کسانو له پاره په پام کې نیول شوی دی چې د هوا له لارې دغه هیواد ته راځي او هغه کسان چې د ځمکې له لارې متحده عربي اماراتو ته داخلیږي، د کرونا اړوند پخواني محدودیتونه لا هم ورباندې تطبیقیږي.
د فلای دوبی په نامه هوايي شرکت هم دغه معلومات پر خپله انترنت پاڼه باندې خپاره کړي دي. فلای دوبی لیکلي دي: «که چیري تاسې د متحده عربي اماراتو اوسیدونکي او یا دوبی ته د راتګ له پاره سیلاني یاست، او ستاسې سفر د خليج د همکاریو شورا د غړیو هیوادونو څخه پیلیږي، نو په دې صورت کې تاسې اړ یاست چې دوبی ته په رسیدو سره د کرونا (پي سي آر) تيست وکړئ.
دغه شرکت همدا راز زیاته کړې ده چې هغه کسان چې دوبی ته په راتګ سره د کرونا تيست کوي، هغوی اړ دي چې د کرونا د تيست د نتیجي تر راتګه پورې ځانونه قرنطین کړي او که چیري د کرونا تيست يې مثبت وخیژي، نو بیا مسافرین اړ دي چې ۱۴ ورځي ځانونه قرنطین کړي.