1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتپاکستان

کریکټ؛ پاکستان له استرالیا پنځوس اوریز سريز وګاټه

۱۴۰۳ آبان ۲۰, یکشنبه

پاکستان د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۰مه) په استرالیا کې کوربه ټيم ته په اتو ويکټو له ماتې ورکولو سره دغه پنځوس اوریز سريز وګاټه. دا له ۲۰۰۲م کال راهیسې لومړی ځل دی چې پاکستان له استرالیا یو نړيوال سريز ګټي.

https://p.dw.com/p/4mqU8
آرشیف - د پاکستان د کریکټ لوبغاړی بابر اعظم
آرشیف ـ پاکستان د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۰مه) په استرالیا کې له کوربه ټيم په اتو ويکټو ماتې ورکولو سره د پنځوس اوریزونړیوالو سیاليو جام وګاټهانځور: Samuel Rajkumar/REUTERS

د پاکستان کریکټ ټيم له استرالیا څخه ننۍ لوبه په اتو ويکټو په داسې حال کې وګټله چې لا ۱۳۹ توپونه ېې پاتې وو.

د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، پاکستاني توپ اچوونکو په دغه لوبه کې استرالیايي لوبغاړي تر سخت فشار لاندې راوستل. پاکستاني توپ اچوونکو په ۳۱.۵ اور کې د استرالیا ټول لوبغاړي وسوځول. استرالیا په دغه لوبه کې يوازې ۱۴۰ منډې جوړې کړې.

خو په لوبه کې د استراليا کپټان پيټ کمنز، ستیو سميت، جوش هېزل وود، ميچل سټارک او مارنس ليبو سچین نه ول، ځکه دوی ټول هندوستان سره د تيست لوبې له پاره چمتووالی نیسي. په پام کې ده چې د تیست دغه لوبې د نومبر په ۲۲مه پیل شي.

د پاکستان اوپنرانو سیمع ایوب ۴۲ منډې او عبدالله شفیق ۳۷ منډې وکړې. دوی دواړه په داسې وخت کې چې منډې ۸۴ وې د توپ اچوونکي لانس مورس له خوا په یوه اور کې وسوځول شول.

تر دوی وروسته بابر اعظم او کپټان محمد رضوان لوبې ته راووتل. دوی دواړو په ۲۷ اور کې ۵۸ منډې جوړې کړې چې د بابر اعظم په وروستۍ څلوريزه ېې ځان هدف ته ورساوه او له استرالیا ېې لوبه وګټله. په دې ترتیب په دغه لوبه کې د پاکستان ۱۳۹ توپونه نالوبېدلي پاتې شول.

رضوان وويل: «دا زما له پاره ځانګړې شېبه ده، ځکه موږ پوهيږو چې زموږ ولس به خوښ وي. هغوی تل هغه څه ته نه رسېدل چې له موږ ېې د يو ټيم په توګه توقع کوله. نن موږ د یو ټيم په توګه خوښ یو ځکه زموږ خلک خوښ دي.»

د دغه سريز لومړۍ لوبه د نومبر په ۴مه وه چې استرالیا په ۲ ويکټو، په داسې حال کې چې ۹۹ توپونه ېې پاتې ول، ګټلې وه. دوهمه لوبه د نومبر په ۸مه وه چې پاکستان په ۹ ويکټو او ۱۴۱ پاتې توپونو ګټلې وه.

(AP)mks/aa