په سعودي عربستان کې د «حجاب لرونکي موډ» انځورونه
د مسلمانو ښځو له پاره موډ کیدای شي له رنګارنګیو ډک، خو په عین وخت کې ستونزې زیږونکی وي. په تازګۍ سره د سعودي عربستان او اروپايي ګډ موډ یوه ننداره په ریاض کي وړاندي شوه. ځينې انځورونه يې دلته لیدلی شئ.
سعودي-اروپایي ګډه همکاري
د سعودي د شاهي کورنۍ شهزادګۍ صفیه حسین غراس او د موډ بلجیمۍ طراحې کریستوف بیوفایس، په ریاض کې د بلجیم د سفارت په انګړ کې د مسلمانو ښځو له پاره د جامو د موډ ننداره وړاندې کړه. په سعودي عربستان کې د لومړي ځل له پاره ښځو او نارينه وو په ګډه د ښځو د موډ د نندارې اجازه درلوده.
«محجوب مود»
د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د سختګیرانه قواعدو پر اساس د بیوفایس او شهزادګۍ غراس طرحه کړې جامې باید ساده او د مسلمانو ښځو له پاره مناسبې وای. خو برخلاف د دغه نمایش اکثره نندارچیانو بیا د لویدیځوالو په موډ جامې اغوستې وې.
لږ رنګونه
په ریاض کې د «خلیکې شیک» په نامه د طراحۍ په دې مجموعه کې روښانه او نقش لرونکي ډیزاینونه لږ لیدل کیږي. دا چپنې ته ورته کریمي لباس په عربي هیوادونو کې دود لباسونو ته ډیر ورته والی لري.
له کاوبایي خولې سره
یو شی چې له ساده او متواضع فیشن سره یې ورته والی نه درلود د کاوبایي خولې پر سرول وو. دې موډلې له تورو جامو سره کوبایي سپينه خولې پر سر کړې ده.
د دوبئ د رنګارنګیو فیشن
د دې نندارتون برخلاف په ۲۰۱۷م کال کې د دوبی موډ اونۍ کې د جامو موډ زیاتره عربي شکل درلود او پکښې له ډیرو مختلفو رنګونو څخه کار اخیستل شوی وو. دغه ماډله د «مسلمه وییر» لیبل د جامو نمایش وړاندې کوي. دا لیبل یا مارک د ترکیې دی چې په متحده ایالاتو، اروپا، بریتانیا، روسیه او دوبی کې هم نمایندګۍ لري.
د مسلمانو ښځو د جامو برانډ
همدارنګه د «مسلمه وییر» یا د مسلمانو ښځو د جامو موډ مارک چې زیاتره د ځوانو نجونو له پاره جامې برابروي له روښانه رنګونو نه استفاده کوي. دغه مارک په اینستاګرام کې تر۴۰ زرو ډیر کارونکي تعقیبوي.
د اسلامي مود مشهوره ماډله
د دوبۍ موډ اونۍ ۲۰۱۷م کال په نمایش کې مشهورې عربي موډلانې هم راڅرګندې شوې وې. د هغو له ډلې مشهوره امریکایي ماډله حلیمه عدن هغه د ترکي مارک مسلمانو ښځو لباس موډ سره په دغه ننداره کې را ښکاره شوې وه.
د محجوب موډ په هکله د نظر اختلاف
د مسلمانانو له پاره محجوب موډ نه یوازې د سکولارو، بلکې د عقیدوي مسلمانانو له خوا هم له نیوکو سره مخامخ شوی دی. سومالیې الاصله امریکایي ماډله چې د دې نندارې یوه له مشهورو څیرو څخه وه، په ۲۰۲۰م کال کې د فیشن له ریشتې سره یي خپلې اړیکې پرې کړې، ځکه په خبره یي په دې برخه کې د هغې عقیدې ته په لازمه توګه درناوی نه کیږي. نوموړۍ د «یونیسف» د سفیرې په توګه له خپل موقعیت څخه هم لاس په سر شوې ده.