په اروپا کې ژوند بيرته عادې بڼه اخلي
په اروپا کې هره ورځ د واکسین شویو کسانو شمير زياتيږې. دلته اوس ټولنيز محدوديتونه ورځ تر بلي کمېږي او ژوند عادې حالت ته راګرځي. انځورونه يې دلته کتلای شئ:
مونشن آلمان
د يکشنبې په ورځ (د می ۹) په آلمان کې د مور ورځ وه. په ناڅاپې ډول هوا توده شوه او په ټول هيواد کې په ميليونونو خلک پارکونو او عمومي سیمو ته ولاړل. عکس په مونشن کي (د يکشنبې په ورځ د ايزار سیند پر غاړه له ساحل څخه) اخیستل شوی.
دنگاست، آلمان
په آلمان کي اوس هغه کسان چې واکسين شوي دي تر نورو ډېره آزادي لري. دوی کولای شي په آزاده پښه مغازو ته ولاړ شي د شپې د بنديز پر مهال راووځي او داسي نور. اوس پر دې باندي فکر کيږي چې هوټلونه او د سیلانیانو مرکزونه په کرارۍ سره پرانیستل شي.
بارسلونا، هسپانيا
تیره شپه په بارسلونا کې ځوانان وروسته له هغه سړکونو ته راووتل چې چارواکو د کرونا له کبله رامنځته شوي بېړني حالت د ليري کيدو اعلان وکړ.
بارسلونا
په هسپانيا کې د تيرکال په اکتوبر مياشت کي بيړنې حالت اعلان شو، پر تګ راتګ او هم د شپې له خوا له ۱۱ بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې ګرځېدل منع شول. اوس له څو میاشتو محدودیتونو وروسته د کرونا ناروغۍ په کمیدلو سره د هسپانيا په ښارونو کې خلک کرار کرار عادي ژوند ته راګرځي. (په عکس کې په بارسلونا کې پر سړکونو د ځوانانو خوشالي او نځاوي ښکاري.)
مادرید، هسپانيا
په مادريد کې پر سړکونو د خلکو خوشالي او نڅا. د شپې له خوا گرځبنديز لري شو. رستورانتونه کولی شي تر نیمې شپې مېلمانه وپالي. خو په هوټل کې دننه ۴ کسان او په بهر کي ۶ کسان کولې شي يوه مېز ته کښېنې. له خلکو اوس هم غوښتنه شوي چې «احتياط» وکړي.
بروکسل، بيلجیم
د شنبې په ورځ د مۍ اتمه د بروکسل واټونو او سړکنو ته عادي ژوند راوګرځېد، کافي شاپونواو رستورانتونو د ډيرو خلکو مېلمه پالنه وکړه.
تورین ایتالیا
د کرونا په وخت کې د محدوديتونو په رامنځ ته کولو سره ډېري ورزشي لوبې له ننداره کوونکو او مينه والو له حضور پرته ترسره کيدلي. په ايټاليا کې د بایسکل چلوني سيالي او د محدوديتونو کمیدلو او عادي ژوند ته د بیرته راګرځېدلو نخښه ده.
آمستردام، هالند
د مور ورځي له پاره د ډالۍ پيرل. په هالنډ کي لا وضعيت سم نه دی او د آلمان د بهرنیو چارو وزير دغه هېواد ته له سفر کولو څخه خبرداری ورکړی.
ليز بون، پرتګال
په دغه هېواد کې د کرونا په ويروس د اخته کسانو شمير ډير کم شوی دی. سینماګاني، پلورنځي او رستورانتونه کرار کرار پرانيستل شوي او ژوند عادي حالت ته راګرځېدلی.
برن، سویس
خلک له يو بل څخه د واټن په ساتلو سره په رستورانتونو کي په خوراک بوخت دي. په سويس کي هم د کرونا پر وړاندي مقابلې له پاره وضع شوی محدوديتونه کم شوي دي.
آتن، یونان
په يونان کې رستورانتونه او ديسکوتيک يو ځلې بيا د مېلمنو پر مخ پرانيستل شوي، کرونايي محدوديتونه لغوه شوي. په عکس کي د آتن ښار د «موناستيراکي» سيمه ښکاري.
دلو پورژ ساحل، فرانسه
د لوپورژ ساحل د شنبې په ورځ له خلکو ډک وو. فرانسویان اوس کولی شي د خپل ژوند کولو له سیمې ۱۰ کيلومتره ليري ولاړ شي. سره له دې د ماښام له اوو بجو څخه وروسته ګرځېدل لا بند دي.
منتون، د فرانسې سويل
د فرانسې په سويل کې د منتون سواحل د می مياشتې له ۱۹ مې نيټې څخه ځان د سيلانیانو او مسافرو مېلمه پالنې ته چمتو کوي.