اروپايي ټولني طالبان په نړیوالي انزوا باندي تهدید کړل
۱۴۰۰ مرداد ۲۲, جمعهد اروپايي ټولني د خارجي مسایلو نماینده، جوزیف بوریل پرون پنجشنبه ماښام ( د ګست میاشتي ۱۲ مه) غوښتنه وکړه، چي طالبان باید د افغانستان د حکومت سره د دغه هیواد د راتلونکي په باب جدي او اساسي خبري وکړي او ډیر ژر د قدرت د په زور نیولو څخه لاس واخلي.
بوریل اضافه کړه، خو که طالبان قدرت په زور ونیسي او یو اسلامي امارت جوړ کړي، بیا به نو د بین المللي ټولني لخوا په رسمیت ونه پیژندل سي. په خبره یې «هغوی به د انزوا سره مخامخ او هیڅ نوع بین المللي کومکونه به په لاس رانه وړي.»
په می میاشت کي د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو د شروع راهیسي طالبانو د افغانستان ډیري سیمي او ښارونه نیولي او ترخپل کنټرول لاندي یې راوستلي دي.
اوس هغوی په دې منځ کي خپله توجه د کابل نیولو ته رااړولې ده. پرون هغوی د کابل په ۱۵۰ کیلومترۍ کي د غزني ولایت او دریم لوی ښار، هرات تر خپل کنټرول لاندي رواستل. همدا راز د کندهار ښار او غور ولايت مرکز فيروزکوه د نيولو خبرونه هم ورکړل شوي دي.