انځوریز رپوټ: ۲۰۰۰ کاله پخوانی تالار چې تر اوسه د خاورو لاندې پټ و
په اسرائیلو کې لرغون پيژندونکو د کېندنې عملیاتو په ترڅ کې ۲۰۰۰ کاله پخوانی تالار کشف کړی دی. دغه تالار د اوبو رسونې په مبتکرانه سیستم سمبال دی چې د اورشلیم دویم فرضي معبد ته نږدې د خاورو له لاندې څخه را ایستل شوی دی.
اسرایئلي لرغون پيژندونکو په اورشلیم (بیتالمقدس) کې د کېندنې پر مهال دویم فرضي معبد یا عبادت ځای ته نږدې ۲۰۰۰ کاله پخوانی یو عمومي تالار کشف کړی دی.
دغه ساختمان چې د اوبو رسونې په مبتکرانه شبکې سمبال و، د نخبګانو او مهمو سیمه ایزو څیرو د میلمستیا او لیدنې کتنې ځای ګڼل کیږي.
د اسرائیل د لرغون پيژندنې ادارې لوړپوړی کارپوه شلومیت وکسلر وایي: «دا یوه له خورا عالي عامه ودانیو څخه ده چې مونږ یې د دویم معبد له وختو راهیسې پيژنو.»
دغه بنا د معبد غر (حرم شریف) په ګاونډ کې کشف شوی دی، چې د یهودانو سربیره د عیسویانو او مسلمانانو له پاره هم یو له مهمو مقدسو ځایونو څخه شمیرل کیږي.
د معبد غر یا حرم شریف چې مخکې له میلاد څخه په شپږمه پيړۍ کې جوړ شوی دی د هرودس د پادشاهۍ پر مهال بیارغول شوی و او په ۷۰ میلادي کال کې د رومي ځواکونو له خوا ویجاړ کړای شوی وو. له دې ځای څخه یوازې د ندبه دیوال باقي پاتې دی.
لرغون پيژندونکي وایي چې د میلمستیا دغه تالار له دغه دیوال سره د ځمکې لاندې یو له نښلونکو تونلونو څخه هم دی.
لرغون پيژندونکی شلومیت وکسلر وایي چې دغه تالار د معبد د تخربیدو پر مهال څو مختلفې برخې درلودلې. یو له دغو برخو څخه هغه حمامونه ول په کوم چې به چې ځینې ځانګړي دودونه ترسره کیدل.
کېندنې ښېې چې په اوومه پیړۍ کې د اسلام په لومړیو وختونو کې له دې تالار څخه استفاده نه ده شوې. په دغه وخت کې د دې ځای پاسنې سطحه جوړه شوې وه چې د اورشلیم اوسیدونکو به پر تګ راتګ کاوه.