۱۴۰۳ شهریور ۲۱, چهارشنبهد پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یوځل بیا ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو ډله او مشرتابه ټول په افغانستان کې دي او پر طالبانو یې غږ کړی چې باید ددې ډلې پرضد ګامونه واخلي. ممتاز زهرا بلوڅ د طالبانو د پوځ د لوی درستر د تېري اوونۍ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي دي چې حقیقت څوک پټولی نه شي. له اغلې بلوڅ سره په پاکستان کې زموږ همکار خدای نور ناصر مرکه کړې ده.