1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې د جنسي تېري جعلي خبر او احتجاجي خوځښت

۱۴۰۳ آبان ۳, پنجشنبه

په پاکستان کې د جنسي تیري د قضیې جعلي خبرونه د ریښتینې احتجاجي خوځښت لامل شوي دي. د پوليسو او احتجاج کوونکو تر منځ ټکر هم رامنځته شوی دی چې له کبله یې ۳۸۰ تنه د پولیسو له لوري نیول شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4mAn5
د پاکستان په راولپنډۍ کې د زده کوونکو احتجاج
په احتجاجونو کې د پوليسو او احتجاج کوونکو تر منځ تاوتريخوالی هم رامنځته شویانځور: W.K. Yousafzai/AP/picture alliance

په پاکستان کې پولیس وايي چې په ټولنیزو رسنیو کې د یو جنسي تیري ادعا چې په دې میاشت کې خپره شوه، "جعلي خبرونه" دي چې د ګډوډۍ لامل ګرځېدلي دي. خو د احتجاج کوونکو محصلینو لپاره، دا پوسټونه په پاکستان کې د جنسي تیري په اړه د نادرو او څرګندو خبرو پیل دی.

لکه څنګه چې د انټرنیټ څخه دې مسلې په کوڅو کې سرايت وکړ، دواړه اړخونه د دې پر سر موافق دي چې دا قضیه د مشروع وېرې لامل شوې ده.

د جنسي تیري ویره او د محصلینو غبرګون

د خديجې شبير په نوم ۲۱کلنه مېرمنې چې د دوشنبې په ورځ د لاهور په ختيځ کې په يو احتجاج کې برخه واله وه،  اسوشيېتد پرس خبري آژانس ته ويلي: «هغه نجونې چې پوهنتونونو او کالجونو ته ځي، ځان له خطر سره مخامخ احساس کوي.»

د پاکستان د پولیسو افسرې سیدې شهربانو نقوي چې د دې پېښې څېړنه کوي، ادعا کوي چې د ټولنیزو رسنیو ادعاوې د تایید وړ ندي او جعلي دي. خو هغې هم منلې چې دا موضوع د پاکستان په دودیزه ټولنه کې د ځورونې د ستونزې د بحث لپاره یوه ځانګړې لاره پرانیستې ده، چیرې چې د داسې مسایلو په اړه خبرې کول تر ډېره حده یوه «تابو» موضوع ده. هغې ويلي: «موږ ټولو په یو نه یو ځای کې دا تجربه کړې ده». نقوي زياته کړې: «دا یوه ډېره حساسه موضوع ده.»

د ټولنیزو رسنیو ادعاوې او پراخېدونکي احتجاجونه

دا قضیه د روانې میاشتې په پیل کې له ټولنیزو رسنیو څخه پیل شوه، کله چې راپورونه خپاره شول چې په لاهور کې د پنجاب کالج په یوه څانګه کې د یوې ښځې سره په یوه زېرخانه کې جنسي تېری شوی دی. کله چې پولیس او محلي رسنۍ ونه توانېدې چې د پېښې قرباني ومومي، محلي حکومت او ښوونیزې ادارې دا ادعاوې جعلي وبللې.

محصلینو احتجاجونه د دوشنبې په ورځ  پیل کړل چې وروسته د اونۍ په وروستیو کې په لاهور او نورو ښارونو کې په ګډوډۍ بدل شول. لږ تر لږه ۳۸۰ کسان د تشدد او اور اچونې په تور ونیول شول.

جنسي تاوتریخوالی؛ د اعتراض کوونکو پر وړاندې د فشار وسیله ده؟

په پنجاب کې د تېرې جمعې په ورځ ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي وو او په دې ولایت کې د سیاسي غونډو بندیز هم لګول شوی و. د دې بندیز لامل چارواکو نه دی څرګند کړی.

د ښځو پر وړاندې ځورونه او ناعلاجه ستونزې

په پنجاب کې حکومت د ښځو لپاره ځانګړې بیړنۍ ټیلفوني کرښه فعاله کړې ده، چې هره ورځ شاوخوا ۱۳۰۰ تلیفوني زنګونه ورته وهل کيږي. د ملګرو ملتونو د احصایې له مخې ۸۰ سلنه ښځې په عامه ځایونو کې ځورول کیږي، خو د ډېرو لپاره په چارواکو باور نشته چې دا موضوع په جدي ډول ونیسي.

د ښځو د حقونو فعالې فاطمه رزاق وايي چې دا اعتراضات د ژورې ناراحتۍ څرګندونه کوي. نوموړې وویل: «د ښځو په وړاندې د زور او ځورونې پیښې ددې خوځښت لامل ګرځېدلې دي.» په پاکستان کې د جندرمساوات لا تر اوسه له مطرح موضوعاتو څخه يوه نه بلل کېدله.

دغه هم ولولئ: آیا په خپلوانو کې واده کول مخ پر کمښت دي؟

د حکومت او محصلینو ترمنځ ټکر او ناسم باور

په لاهور کې د هغه پوهنتون دیوالونه چېرې چې د جنسي تېري پېښه ادعا شوې، په سرو رنګونو سره د عدالت غوښتنو په شعارونو پوښل شوي و، خو دا ژر پاک کړل شول. یو بل پوهنتون کې یوې محصلې وویل «که موږ د یوې پېښې راپور ورکړو، موږ ته ویل کیږي چې هیڅ نه دي پېښ شوي او باید خبرې پرېږدو.»

د امنه نظر په نامه یوې محصلې اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل: »زموږ په پوهنتون کې یوې نجلۍ چې زه یې پیژنم، ځان وژنه وکړه ځکه چې هغه جنسي ځورول کیدله.« د پنجاب پوهنتون یوې بلې محصلې چې نه یې غوښتل هوئیت یې بربنډ شي وویل چې »یو پروفیسور مې له ما غوښتنه کوي چې ورسره بهر ته ولاړه شم او ما خپل دفتر ته ورغواړي. دا هغه څه دي چې زه یې نه غواړم وکړم.«

د لاهور عالي محکمې په پوهنتونونو کې د جنسي ځورونې د څېړنې لپاره د قاضیانو یوه نوې کمیټه اعلان کړې ده چې دا ښيي چارواکو په دې احتجاجونو کې یوه نقطه منلې ده.

خو په ورته وخت کې د پولیسو او محصلینو تر منځ ټکر په ټول پاکستان کې د سیاسي او قومي فعالانو پر وړاندې د پراخې سرکوبۍ په چوکاټ کې راځي. پولیس افسر نقوي وايي چې «په یونیفورم کې د چا په خبرې باور کولو تمایل کم دی» او دې اختلاف د «دولت او محصلینو» ترمنځ لانجه جوړه کړې ده.

د ښځو په څنګ کې نارینه احتجاج کوونکي

که څه هم ښځې د دې خوځښت د مرکزي کرښې برخه جوړوي، خو دوی په احتجاجونو کې د تشدد له امله شاتګ کړی دی چې ډېری وخت د نارینه وو لخوا رهبري کیږي. د تېرې اونۍ په احتجاجونو کې نارینه محصلینو په راولپنډۍ کې په پولیسو ډبرې وویشتلې او پولیسو په ځواب کې پلاستيکي مرمۍ وکارولې چې ښځینه محصلینې د ځان ساتلو لپاره په کوڅو کې پټې شوې.

خو سره له دې ۱۹ کلنې انشا وویل: «موږ د خپلو حقونو لپاره ولاړ يو.»

آ./ا.ا./ا.خ.ح.