1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتفرانسه

په المپیک سیالیو کې د یوه افغان ډوپینګ ټیسټ هم مثبت ختلی دی

۱۴۰۳ شهریور ۳۰, جمعه

د ورزشکارانو د روغتیايي ازموینې نړیوالې ادارې خبر ورکړی چې د پاریس په سږنیو المپیک سیالیو کې د ټولو ورزشکارانو له جملې د دریمې برخې ورزشکارانو ډوپینګ معاینات شوي چې د پنځو نتیجه یې مثبته ختلې چې یو یې افغان لوبغاړی دی.

https://p.dw.com/p/4kssZ
د آي. ټي. آې په نامه دغه سازمان چې د ورزشکارانو د ډوپینګ معایناتو مسوولیت یې پر غاړه درلود، ویلي دي چې دوی په المپیک سیالیو کې د ۴۷۷۰ لوبغاړو چې ۳۹ سلنه برخه تشکیلوي، د ادرارو او وینې نمونې اخیستې وې.
د پاریس په سږنیو سیالیو کې د ډوپنګ د پنځو مثبتو پیښو په ډله کې یو افغان لوبغاړی هم شامل دی. انځور: Pascal Le Segretain/Getty Image

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۲۰) د ورزشکارانو د ډوپینګ د معایناتو نړیوالې ادارې په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې د پاریس په سږنیو المپیک سیالیو کې یې د ټولو ورزشکارانو له جملې دریمه برخه ورزشکارانو د ډوپینګ آزموینه کړې ده چې په دې ډله کې د پنځو ورزشکارانو د ډوپینګ نتیجه مثبته ختلې ده چې یو تن یې د افغانستان لوبغاړی دی.

د معایناتو پایلو ته په کتو، دا په ۲۰۲۱م کال کې د توکیو په المپیک سیالیو کې د ډوپینګ د مثبتو پایلو په پرتله یوه پیښه کمه ده. د توکیو په المپیک سیالیو کې د ډوپینګ مثبتې پیښې تر هغه د وړاندې ریو المپیک سیالیو په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی درلود. د ریو په المپیک سیالیو کې بیا د ډوپینګ معایناتو د مثبتو پیښو فیصدې د ټولو ازمویل شویو کسانو ۱۰ سلنه برخه تشکیلوله.

د پاریس سږنۍ المپیک سیالۍ د روان کال د جولای میاشتې له ۲۶ څخه د اګست تر ۱۱مې نیټې پورې د فرانسې په کوربتوب ترسره شوې وې.

د ډوپینګ د معایناتو دغه نړیوال سازمان ویلي دي چې دا تر اوسه پورې د لوبغاړو د ازموینې تر ټولو لوړه فیصدي ده چې د ډوپینګ له پاره یې معاینات شوي دي او زیاتوي چې په ۲۰۲۴م کال کې تر دغو سیالیو وړاندې د ټولو ورزشکارانو له جملې د شاوخوا ۹۰ سلنه ورزشکارانو یو ډول نه یو ډول طبي معاینات شوي دي.

دغه سازمان همدا راز زیاته کړې ده چې د لوبغاړو د نمونې اخیستې تر ټولو ډیرې نمونې یې د هغو هیوادونو له ورزشکارانو اخیستې دي چې په دغو سیالیو کې یې د لوبغاړو شمیر تر نورو ډیر وو او هغه د امریکا متحده ایالات، فرانسه، چین او د استرالیا هیوادونه دي.

نوموړي سازمان په خپره شوې اعلامیه کې د ډوپینګ د مثبتو پیښو د لوبغاړو نومونه هم خپاره کړي دي. د دغه سازمان په حواله، د جودو په برخه کې د عراقي سجاد غانم سیهین، د افغانستان د محمد صمیم فیزاد، نایجیریايي سوک وهونکی سینتیا تیمیتایو اوګونسیمیلوري، د خیز اچووونکي ډومینک هیواد لاسکونکي مولامبا او د بولویايي لامبو وهونکي ماریا جوسه ریبریا پینټو د ډوپینګ پایلې مثبتې ختلي دي.

آژانسونه / خ. ح / ن. ز