هر کيلو ګرام غذايي موادو توليد څومره اوبو ته اړتيا لري؟
په نړۍ کي ډيرې سیمې وچکالۍ ځپلي او د اوبو له کمښت سره مخ دي. د ډېرو انسانانو له پاره د غذايي موادو توليد ډيرې اوبه غواړي.
کاکائو او قهوه
د غذايي موادو تولپد له پاره د اوبو په لګښت کي په لومړي کتار کي کاکائو او قهوه راځي. د هر کيلوګرام قهوې توليد ۲۷ زره لیتر اوبو ته اړتيا لري. له کاکائو څخه وروسته قهوه ده چې په ۲۱ زره ليتره اوبو مصرف سره په دويم کتار کي راځي. نو ځکه د هرې پيالي قهوې له پآره ۱۴۰ ليتره اوبه مصرفیږي. جالبه بيا دا ده چې په همدې اندازه د چايو له پاره يوازي ۱۵ ليتره اوبه مصرفيږي.
د غويي او د چرګ غوښه
د غويي غوښي د يو کيلوګرام توليد له پاره ۱۵زره او ۴۹۰ لیتره اوبو ته اړتيا ده. د غويي غوښې په پرتله د چرګ غوښه لږو اوبو ته اړتيا لري.د چرګ يو کيلوګرام غوښې توليد له پاره څلور زره ليتره اوبو ته ضرورت دی.
ږدن، په غله جاتو کي ډير اوبه مصرفونکې دانې
د ږنو دانې کروي بڼه لري، ژړ، سپين او نصواري رنګه دي.هر کيلو د ږدنو توليد ۵ زره ليتره اوبه مصرفوي.
وريجي د اسیايي وګړو لومړني خواړه
په نړۍ کې په ۲۰۲۰م کال کې له ۵۰۴ مييلونو ټنو څخه ډيرې وريجې توليد شوي دي. چين، هند،اندونيزيا او بنګلادیش په نړۍ کې تر ټولو ستر د وريجو توليدونکي دي. د اسیايي وګړو لومړني خواړه وريجې دي. د هر يو کيلوګرام اومو وريجو حاصل ۳ زره او ۴۷۰ ليتره اوبو ته اړتيا لري.
د چرګ هګۍ له چرګ څخه لږ کمې اوبو مصرفوي
که د چرګ يو کيلوګرام غوښې توليد ۴ زره ليتره اوبو ته اړتيا لري، نو هر کيلو هګۍ هم ۳ زره او ۳۰۰ ليتره اوبه مصرفوي.
غنم او وربشي
د ډيرو اوبه مصرفونکو غلو څخه غنم او اوربشي دي. هر کيلوګرام غنم او اوربشو توليد يو زر او ۴۷۰ ليتره اوبو ته اړتيا لري. د اوربشو توليد له غنمو څخه لږ څه کمو اوبو ته اړتيا لري او يو کيلوګرام توليد له پاره يې يو زر او ۳۰۰ لیتره اوبه مصرفیږي.
سويا په حبوباتو کي ريکارد ماتونکې
په حبوباتو کي سويا له ۲ زره او ۵۰ ليتره اوبو مصرف سره تر ټولو ډيرې اوبه مصرفوي. د سويا نړيوال توليد په تيرو لسو کلونو کي ۳۵ سلنه زيات شوې دی. برازيل،امريکا،ارجانتاين او چين په نړۍ کې تر ټولو ستر توليدونکي دي.
یو لیتر شیدې
په نړۍ کې د يو ليتر شيدو توليد له پاره ۶۰۰ ليتره اوبو ته اړتيا ده. په ۲۰۲۰ م کال کي په ټوله نړۍ کې د غوا شيدي ۵۳۹،۵۳ ميلون ټن څخه زيات وو. په اروپايي اتحاديه کي آلمان د شيدو تر ټولو ستر توليدونکی او هند د ۹۹ ميليون ټنه شيدو په توليد سره په نړۍ کې دريم ستر توليدونکی دی.
کېله، ډيره مصرفونکي
د کېلو هر کيلوګرام توليد ۹۴۰ ليتره اوبو ته اړتيا لري. هند، چين، اندونيزيا، برازيل او اکواتدور په نړي کي د کېلو تر ټولو ستر توليدونکي دي. په ټوليزه توګه په ټوله نړي کې په کال کې ۱۱۰ ميليون ټنه کېله توليديږي.
شفتالو، مڼه او ليمو
د هر کيلو ګرام شفتالو توليد ۹۱۰ ليتره اوبو ته اړتيا لري. مڼې ۷۰۰ ليتره اوبه او هر کيلو ګرام ليمو ۳۶۰ ليتره اوبه مصرفوي.
بادرنګ، روميان او ګازرې
بادرنګ له ټولو څخه زيات اوبو ته اړتيا لري. د هر يو کيلوګرام بادرنګو توليد له پاره ۳۵۰ ليتره اوبو ته اړتيا ده. ګازرې ۱۳۰ منځنې ځای لري او روميان له ۱۱۰ ليتره اوبو مصرف سره تر ټولو کمو اوبو ته اړتيا لري.
کچالو او پياز
د هر کيلوګرام پيازو توليد ۲۸۰ ليتره اوبو ته اړتيا لري. کچالو لږ څه کمې اوبه غواړي او د توليد له پاره يې کيلو ۲۱۰ ليتره اوبو ته اړتيا لري.
ځمکني توت
د دغو توتانو يو کيلوګرام توليد له پاره ۲۸۰ ليتره اوبو ته اړتيا ده.
کاهو
هر کیلو ګرام کاهو ۲۴۰ لیتره اوبو ته اړتيا لري، تر څو د مصرفونکي لاس ته ورسیږي.
هندوانه او د غذايي موادو سفر
د هر کيلو ګرام هندواني توليد له پاره ۲۰۰ ليتره اوبو ته اړتيا ده. ډير غذايي مواد په ځينو هېوادونو کې يوازې د صادراتو له پاره توليديږي. په پايله کي د هر يو کيلوګرام هندواني صادرول د ۲۰۰ ليتره اوبو صادرولو په معنا هم ده.