کوم خواړه مو مغز ځوان ساتي؟
۱۴۰۰ مرداد ۱۳, چهارشنبهد هاروارډ د پوهنتون د پلټنونکو د مطالعاتو له مخي، چي د میانه عمر درلودونکو کسانو باندي یې کړي او شل کاله یې دوام پیدا کړی، هغه کسان چي د فلاونوئید په نامه طبیعي ترکیباتو شاوخوا ۶۰۰ ملي ګرامه په ورځ کي مصرفوي، د هغو کسانو په پرتله چي یوازي ۱۵۰ ملي ګرامه دغو ترکیباتو څخه ګټه اخلي، ۲۰ سلنه لږ د مغز په کمزورتیا اخته کیږي.
فلاونوئیدونه ډیر قوي انتي آوکسیدنونه دي. هغوی په روښانه رنګ لرونکو میوو او ترکاریو مځکني توت، آلوبالو، مالټو، سرو مرچکو ، کیلو، مڼو او داسي نورو میوو کي پیدا کیږي. جالبه خبره لا داده چي شنه توت یا بلیوبري په هرو ۱۰۰ ګرامو کي شاوخوا ۱۶۴ ملي ګرامه انتوسیانین چي د فلاونوئید یو ډول دی، موجود دي. ترخه مرچک هم په هر ۱۰۰ ګرامه کي څه ناڅه ۵ ملي ګرامه فلاون لري چی د انتي آوکسيدانتونو یو بل ډول دی.
پلټنو ښودلې چي فلاونونونه د مغز د کمزورتیا په وړاندي تر ټولو قوي محافظتي اغیز لري او په سلو کي ۳۸ سلنه یې خطر راکموي. انتو سیانینونه هم په دغه ناروغي باندي د اخته کیدو خطر ۲۴ سلنه راکښته کوي.
ددغو مطالعاتو لیکونکی او د هاوارد پوهنتون پلټونکی، ډاکټر تیان شین یه، سپارښتنه کوي چي د هر وار ډوډۍ خوړلو پر وخت رنګارګي میوې او ترکاري وخورئ. د سهار له خوا آلوبالو وخوری، د غرمې له خوا سوپ جوړ کړی او یا هم سابه وخورئ. د ورځي په جریان کي یوه مڼه وخورئ او له رنګارنګو خپلو خوښو میوو څخه ځانته جوس جوړ کړئ او یا هم هندوانه وخورئ.
د نوموړي په خبره مهمه داده چي د فلاونوئید د لوړي کچي د تر لاسه کولو له پاره باید د ډوډۍ خوړلو پر وخت او یا هم د ډوډۍ خوړلو ترمنځ فاصله کي رنګارنګ خواړه وخورل شي.
GP/BS/DW..Farsi