جي – شل د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه رابولي
۱۴۰۰ مهر ۸, پنجشنبهد ايټاليا لومړي وزیر ماريو دراګي د چهار شنبې په ورځ وويل چې په دې ځانګړې غونډه کې به پر شلو مهمو صنعتي هيوادونو سربيره ملګري ملتونه، نړيوال وجهي صندوق او قطر هم ګډون وکړي. دراګي، چې د جي – شل مشري پر غاړه لري، وويل چې دغه غونډه به د اکتوبر پر ۱۲مه نيټه را وبلل شي.
طالبان د اګست مياشتې په نيمایي کې په کابل کې واک ته ورسېدل او هڅه کوي معتدله لاره غوره کړي خو ډېر هيوادونه ويره لري چې دغه ډله به د خپلې پخوانۍ دورې په څېر کلک چلن ولري.
دمګړۍ افغانستان د پېسو له ډېر زيات کمښت سره مخ دی. د بانکونو دباندې د خلکو اوږده کتارونه ليدل کيږي. زيات شمير حکومتي مامورينو له مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ترلاسه کړي او د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوي دي.
د ايټاليا لومړي وزير ماريو دراګي وويل چې د جي – شل په غونډه کې به د افغانستان بحران مهمه موضوع وي.
هغه وويل چې د غونډې موخه به د افغانستان «د بشري ناورين» له پاره د حل لټول وي. دراګي زياته کړه: «دا د نړۍ د شتمنو هيوادونو دنده ده چې لاس په کار شي. دلته د انسانانو د ژوند ژغورلو خبره مطرح ده.»
نوموړي همدا راز زياته کړه چې د تمرکز دویمه موضوع د ترهګرۍ سره د مبارزې ده او دا چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو په ځاله د بدليدو د مخنيوي له پاره مشخص اقدامات په ګوته شي.
ب. ص/ ن. ز (Reuters)