«د منځني ختیځ د بحران یوازنۍ حل لاره د دوو دولتونو تشکیل دی»
۱۴۰۰ خرداد ۱, شنبهد امریکا ولسمشر جو بایډن د منځني ختیځ د وضعیت په اړه خپله وینا کې د دوو مستقلو دولتونو تشکیل څخه د اسرائیل او فلسطین د شخړې د یوازنۍ اوږدمهالې حل لارې په توګه یادونه وکړه. هغه وویل: «دا یوازنۍ حل لاره ده، د دې بحران یوازنۍ حل لاره.»
د امریکا ولسمشر همدارنګه ویلي دي چې د اسرائیل او فلسطين ترمنځ موجوده اوربند د دوو مستقلو دولتونو د ایجادولو په برخه کې د فعالیت زمينه مساعدوي. هغه ویلي دي :«دعا» کوي چې دغه اوربند دوامداره پاتې شي.
د «شپيګل آنلاین» آلمانۍ ورځپاڼې په خپل انټرنیټ پاڼه کې په دې اړه رپوټ کې لیکلي دي چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د امریکا ولسمشر سره په تلیفوني خبرو کې هغه ته ډاډ ورکړی دی چې اسرائیل به هڅه وکړي چې اوربند دوامداره پاتې شي.
جو بایډن حماس د یوه ترهګریز سازمان په توګه ارزولی دی. ورته مهال د امریکا ولسمشر ویلي دي چې هغه به سره له دې هم د غزې د بیا رغونې کوښښ وکړي.
بایډن ویلي دي چې امریکا د غزې د بیارغونې له پاره «د پام وړ مالي مرستې» پيش بیني کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی دی چې د دغو مالي مرستو ورکړه به د فلسطین له خپلواکمنۍ ادارې سره په هم غږۍ کې ترسره شي او امریکا به اجازه ور نه کړي چې دغه پيسې د حماس پر وسلو د سمبالولو له پاره ولګول شي.
د یادونې وړ ده چې د اسرائیل او حماس ترمنځ نوې نښتې د دوشنبې په ورځ (د می میاشتې په ۱۰ نیټه) پیل شوې وې او وروسته له ۱۱ ورځو څخه د مصر په منځګړیتوب پر یوه اوربند توافق رامنځته شو.
آژانسونه: ش.ن/ ق.ن
په دې اړوند زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: